1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نیویارک برید - ترمپ د مهاجرت قوانینو سختولو غوښتنه وکړه

۱۳۹۶ آذر ۲۱, سه‌شنبه

ترمپ په نيويارک کې تر برید وروسته د مهاجرت قوانینو د سختولو غوښتنه وکړه. د امريکا ولسمشر همدارنګه د ترهګریزو بریدونو عاملينو ته د «اعدام تر حده» سزا سختولو غوښتنه ګړې.

https://p.dw.com/p/2pBSg
USA Trump eröffnet Bürgerrechtsmuseum in Jackson
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امریکا متحدو ایالاتو د نیویارک ایالت په منهټن سیمه کې د دوشنبې ورځې(د دسمبر میاشتې۱۱) تر ترهګریز برید وروسته، ولسمشر دونالد ترمپ د مهاجرت قوانینو د لا زیات سختولو غوښتنه وکړه. هغه وویل کنګره باید د «مهاجرت کمزوری سیستم» اصلاح کړي.

د ترمپ له نظره د امریکا د مهاجرت سیستم ډیرو خطرناکو کسانو ته چې په اړه یې په کافي اندازه اطلاعات نه دي کنترول شوي دا امکانان ورکوي چې دغه هیواد ته ننوزي. ترمپ دغه څرګندوني په نیویارک کې تر ترهګریز برید څو ساعته وروسته کړي. په دغه بريد کي درې تنه لارویان ټپیان شول.

د دې برید شکمن عامل یو بنګله دیشی وکړی دی چې په ظاهره کې یې دا کار «د اسلامي انګیزې» له مخې کړی دی.

د امریکا ولسمشر همدارنګه د مهاجرو د کورنیو د یوځای کیدو یا الحاق قانون د لغوه کیدو غوښتنه هم وکړه. د نیویارک د برید تورن عامل د کورنۍ د یوځای کیدو د ویزې پر اساس امریکا ته ورغلی وو.

ترمپ د مهاجرت د قوانینو د اصلاح په برخه کې د مهاجرت د ادارو له پاره د لازیات پرسونل او همدارنګه د ترهګریزو بریدونو د عاملينو له پاره د اعدام تر حده د سختې سزا غوښتنه وکړه.

خو له دیموکرات ګوند څخه د نیویارک ښاروال دبلاسیو، د ترمپ خبرې رد کړي دي. هغه ویلي دي چې په نیویارک کې د بريد شکمن عامل هیڅ ډول جرمي سابقه نه لرله او د افراطيت نښه هم پکښې نه وه لیدل شوې.

د نیویارک پر توریستي زړه برید

د دوشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۱۱) د سهار پر اووه نیمو بجو ټایمز میدان ته نږدې د نیویارک په منهټن سیمه کې د «پورت اتوریتي» د موټرو په تم ځای کې یو ترهګریز بريد وشو چې له امله یې درې تنه ټپیان شول. بریدگر ټپي او ونیول شو.

ټایمز میدان په نیویارک کې د سیلانیانو د خوښي ځای دی. د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې هم په منهټن سیمه کې یو بریدګر خپل باروړنکی موټر د سړک د غاړي پر لارویانو ور وځغلاوه او ۸ تنه یې ووژل. دغه ۲۹ کلن بریدګر د ازبکستان وو او ځان يې د «اسلامي دولت» (داعش) ترهګرې ډلې ملاتړی وبوله.

د دوشنبې ورځې د برید شکمن ترسره کوونکی عقاید الله نومیږي او ۲۷ کالن دی. نوموړی د بنګله دیش هیواد تبع او د ټکسي موټر چلونکی دی. د سپينې ماڼۍ په حواله هغه په ۲۰۱۱م کال کې امریکا ته مهاجر شوی دی. د نیویارک د پولیسو د قوماندان په حواله نوموړي د انټرنټ له لارې د «اسلامي دولت» ډلې د تبلیغاتو تر اغیز لاندي راغلی دی.

د نیویارک د پولیسو قوماندان CNN تلویزوني شبکې ته ویلي دي چې له نیکه مرغه ټول هغه چاودیدونکي مواد چې له دغه بریدکونکي سره ول نه دي چاودلي له همدې امله د هغه زیان تمه چې بریدګر درلوده هغه سي ونه شوه.

د نیویارک ټایمز په حواله عقاید الله غوښتل چې د داعش پر مرکزونو د امریکا د هوایې بریدونو غچ واخلي.

زموږ له آرشيف څخه: