د نواز شریف د اولادونو د نيولو امر شوی
۱۳۹۶ مهر ۱۰, دوشنبهکله چې د پاکستان لیري کړای شوی پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د ځانګړو پولیسو د موټرو په بدرګه محکمې ته ورسول شو د اسلام آباد په فضاء کې يوې څرخۍ الوتکي هم ګزمه کوله او د شریف پلویانو د هغه په ملاتړ شعارونه ورکول.
د احساب عدالت په نوم ځانګړې محکمې ته د نواز شریف له رسیدو سره سم امنیتي مسئولینو د رسنیو تر څنګ یو شمیر وکیلانو او د کورنیو چارو وزیر ته اجازه ور نه کړه چې محکمې ته ننوزي.
په دې اړه د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل چې د رنجرز ځانګړو ځواکونو د پولیسو د مشر خبري له منلو څخه انکار وکړ او د محکمې امنیت رنجرز ځواکونو پر غاړه واخیست. احسن اقبال زیاته کړه: «داسې نه شي کیدای چې زما ماتحت ادارې دې له کوم ځای څخه احکام واخلي».
نوموړي له سیمه ییزو خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «دا کوم جوړ کړای شوی ری پیلک نه، بلکې یو جمهوري هیواد دی». د کورنیو چارو وزیر د خپلې غوسې په څرګندولو سره وویل: «په یوه هیواد کې دوه حکومتونه نه شي چلیدای، دلته به یو قانون وي، یو حکومت وي، زه د کورنیو چارو سمبولیک وزیر نه شم جوړیدای».
په جولای میاشت کې د پاکستان سترې محکمې د پاناما د رسوای په قضیه کې د هغه وخت لومړی وزیر نواز شریف نا احله وباله او هغه یې سلب صلاحیت اعلان کړ. تر دغې پریکړې وروسته احتسابي محکمې د شریف پر وړاندې له هیواد څخه د باندې د سمندري شرکتونو، د العزیزیه د فولاد جوړونې فابریکې او د لندن د آپارتمانونو په حواله دعوی ثبت کړه.
د فرانسې خبري اژانس په حواله کیدای شي پر نواز شریف د فساد لګیدلي تورونه ثابت شي، چې له امله یې ممکن هغه ته د بند سزا واورول شي.
ټاکل شوی وه چې نن به د اسلام آباد په محکمه کې د نواز شریف د اولادونو حسن نواز، حسین نواز، مریم نواز او د هغه د زوم متقاعد کیپټن صفدر پر وړاندې د ادعاو استماعیه غونډه ترسره شي، خو دغه کسان محکمې ته حاضر نه شول. محکمې هم د یادو کسانو د داسې نيولو امر کړی دی چې د ضمانت وړ نه دی.