1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مکسیکو د يوې الوتکي په رالوېدلو کې څوک نه دي وژل شوي

۱۳۹۷ مرداد ۱۰, چهارشنبه

د مکسیکو په شمال کې یوه الوتکه تر الوتني سملاسي وروسته رالویدلې ده. د رسمي معلوماتو له مخې په پیښه کې ټول کسان ژوندي پاتې شوي دي. د ملکي کسانو د خوندې ساتنې اداره د ۸۵ ټپیانو رپوټ ورکوي.

https://p.dw.com/p/32Pe3
Mexiko Durango Flugzeugunglück
انځور: picture-alliance/Xinhua

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه پیښه په دورانګو ایالت کې رامنځ ته شوې ده. د مکسیکو د حکومت د معلوماتو له مخې د ایرو مکسیکو، شرکت په دغه الوتکه کې ۹۷ سپارلي او د عملې څلورو کسان سپاره ول. د عیني شاهدانو د وینا له مخې په الوتکه کې سپاره ډیر کسان تر پیښې وروسته په خپله له الوتکې راووتل.

دغي الوتکې د دورانګو ایالت له ګوادا لوپې ویکتوریا، نړیوال هوایي ډګر څخه مکسیکو سټي، ته الوتنه کوله. د دغه ایالت والي له یوه ځایي تلویزوني چینل سره په خبرو کې ویلي دي چې په پيښه کې هيڅوک مړ شوی نه دی. د والي د معلوماتو له مخې په پيښه کې ۸۵ تنه ټپیان شوي دي، چې د پیلوټ په گډون د دوو تنو وضعیت کړکیچن دی.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې احتمالا پیلوټ غوښتل چې د خرابې هوا له کبله الوتنه لغوه کړي. د والي په وینا دغه مهال باران اوریده او سخت باد هم وو.

د ایرو مکسیکو هوایي شرکت د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د پیښې په هکله پلټنې کیږي.

میلنیو، په نوم ځایي تلویزون د ژغورونکې عملې انځورونه خپاره کړي چې د مسافرو پالنه کوي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره د دورانګو په هوایي ډګر کې د الوتکې د سپرلې د خپلوانو له پاره ارواه پوهان هم رابلل شوي وو.

زموږ له آرشیف څخه: