1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميوند ملالۍ د آلمان په تياتر کې

۱۳۹۶ شهریور ۱۲, یکشنبه

یو شمیر افغان او بهرني لوبغاړي په آلمان کې د میوند د ملالۍ کیسه د تیاتر په یوې هنري ټوټه کې کوي. د هنري ټوټې کیسه جګړه نه ده بلکه پر دې څرخیږي چې په هیوادونو کې ولې جګړې رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/2jHCy
Theaterstück Merlin oder Das wüste Land von Tankred Dorst
انځور: Imago/T. Müller

په اصل کې په ۲۰۱۶ کال کې د دې پلان موجود وو چې افغان لوبغاړي به د تياتر له آلماني او فرانسوي لوبغاړو سره يو ځای د آلمان د وايمار ښار د هنر په فستيوال کې حاضر شي. خو هغوی ته آلمان ته د راتګ اجازه نه وه ورکړل شوې. سږ کال هم د وايمار هنري جشن تر سره شو چې پکې د «افغانې پيغلې ملالۍ» په نوم يوه له تلوسې ډکه د تياتر ننداره وړاندې شوه.

د ستيج پر سر د بېلابېلو هېوادونو د تياتر لوبغاړي ولاړ دي. ژبې او ليدلوري تل بدليږي. د دغې نندارې اصلي موضوع خوب او خيال، حقيقت، تاريخ او اوسنی حالت دی. دا د «ملالۍ، د اورلېان د افغانې پېغلې» په نوم داستان دی چې نندارې ته وړاندې کيږي.

د فرانسې د يوې مشهورې اتلې ژان دارک، په څېر چې د اورلېان د پېغلې په صفت يې شهرت موندلی دی، ځکه چې په جګړه کې يې زړورتيا ښکاره کړې وه، دغه هنري پارچه هم د وتلي آلماني شاعر فريدريش شيلر له يوه اثر څخه په الهام سره، يوه په زړه پورې، خو حساسه موضوع انځوروي. د آلمان ملي تياتر او د وايمر هنري فستيوال د جمعې په ماښام دغه حساسه موضوع نندارې ته وړاندې کړه: يعنې ښځې د ملتپالو او مذهبي کړيو له خوا د آزادۍ د سمبول، ملي اتلې يا مذهبي جنګيالۍ په توګه معرفي کول، هم په تاريخي لحاظ او هم په اوسنيو وختونو کې.

د ملالې یو انځور د افغانستان له بیرغ سره.
د ملالې یو انځور د افغانستان له بیرغ سره.انځور: A.Berry/AFP/GettyImages

نندارچيانو د روبرت شوستر او يولي پاوکر له خوا ترتيبه شوې او د هغوی په لارښوونه وړاندې شوې يوه په زړه پورې ننداره وليدله چې د زړه له کومي ورته ډېرې زياتې چک چکې وشوې. د دې سربېره د توپ ډزې هم په پيل کې واورېدل شوې. د تياتر د يوې افغاني هنري ډلې «اژدر»، غړو له خپلې يوې تمثيلي پارچې څخه يادونه وکړه په کومه کې چې هغوی په ۲۰۱۴ کال کې د طالبانو له خوا په نخښه شوي وو. د هغه وخت راهيسې هغوی نور په خپل هېواد کې د ستيج په سر نه راڅرګنديږي.

مشهور آلماني شاعر فريدريش شيلر د فرانسې د اورلېان د پېغلې افسانې او تاريخي پېښې ته يوه ډرامه وقف کړې ده. په دغه ډرامه کې آزادۍ پخښونکې د اورلېان پېغله د نارينه و تر تسلط لاندې په یوه نړۍ کې خپله عقيده او خپل ژوند د خپل ولس د آزادۍ له پاره قربانوي. د فرانسې او اسرائيل درې ښځينه لوبغاړې د دغې فرانسوۍ پېغلې چې اصلي نوم يې ژان دارک وو، نقش لوبوي. هغه يوه ډېره ځوانه او نازکه پېغله وه چې ډېرې اندېښنې يې لرلې، کومه چې بيا هم ډېره زړوره وه ځکه چې چا ته يې سر نه ټيټاوه، هغه سره له دې هم ښه پوهېده چې مړه به شي. د ستيج په سر يوه ژان دارک وايي: «زه ژان دارک يم او زه هم خپل ولس يم.»، بله وايي: «زه هسې يو خوب او خيال يم.» درېمه پېغله وايي: «زه خپل ملت يم.»

په افغانستان کې هم داسې يوه ورته کيسه ډېر شهرت لري. د ميوند ملالۍ، چې د يوې زړورې پېغلې په صفت شهرت لري، په ۱۸۸۰ م کال کې د بريتانوي استعماري ځواک پر وړاندې د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې روغتياپاله وه. کله چې افغان جنګياليو دغه جنګ کابو بايللی وو، هغې خپل پوړنی په لاس کې ونيو، د جنګ ميدان ته يې وروځغستل او د ژان دارک د افسانې په څېر يې بيرغ پورته کړ.

د هنري ټوټې په پای کې ملالې جویا د کتاب یوه برخه هم لوستل کیږي.
د هنري ټوټې په پای کې ملالې جویا د کتاب یوه برخه هم لوستل کیږي.انځور: DW/Miriam Klaussner

افغان جنګيالي په دې سره پر ظالمانو باندې برلاسي شول. د تياتر په دغه ټوټه کې حقيقت او تخیلات سره يو ځای کيږي. اصلي خبره جګړه نه ده، بلکې دا چې د څه شي له پاره جنګ کيږي.

د دې نندارې په پای کې د افغانې سياستوالې، ملالۍ جويا له کتاب څخه هم يوه برخه لوستل کيږي. ملالۍ جويا د ميوند په ملالۍ پسې نومول شوې ده او د «زه خپل غږ پورته کوم» تر عنوان لاندې يو کتاب يې هم ليکلی دی. خو د ستیج په سر دا داسې ايسي لکه د يوې رنګينې، خو ژور مفوهم لرونکې کيسې وروسته چې طنزي برخې هم لري، ځکه اوس موضوع خورا سياسي کيږي.

د تياتر دغه پروژه چې د آلمان د کلتور د بنسټ، ګويته انستيتوت او انستېتوت فرانسای يعنې د فرانسې د کلتور د انستيتوت په ملاتړ جوړه شوې ده، به له وايمار وروسته د آلمان او سويس په نورو ښارونو کې هم نندارې ته وړاندې شي.

زموږ له ارشیف څخه: