د مهاجرو فعالان: له جرمني يوه بله ډله افغان مهاجر اخراجيږي
۱۳۹۷ تیر ۱۲, سهشنبهد جرمني د بايرن ايالت د مهاجرو شورا او مهاجر پلوه سازمان ويلي دي چي د دغه هيواد مرکزي او د ايالاتونو حکومتونو پتېيلې ده چي په افغانستان کي په مخ پر زياتېدونکي جگړې سربيره د سه شنبې په ماښام (۲۰۱۸م کال د جولای ۳مه) يوه بله ډله افغان مهاجر کابل ته اخراج کړي.
په پلان کي ده چي نن د سه شنبې په ماښام به د بايرن ايالت له مرکز مونشن هوايي ډگر څخه دغه الوتکه چي افغان مهاجر به انتقالوي د کابل پر لور پرواز وکړي. دا چي په دې پرواز کي به څومره کسان اخراج سي په اړه يې معلومات نه سته.
د بايرن ايالت د مهاجرو شورا يوه غړي شتيفن دونوالد، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي دی يوازي دومره خبر دی چي په دې پرواز کي د دوی له ايالت څخه ۱۲ کسان شامل دي.
هغه ويلي دي: «په دغو کسانو کي دوه داسي ځوانان هم سته چي اوس د ادغام په کورسونو کي دي، او نور ډير داسي کسان چي ناروغه دي».
د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي چي له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج لړۍ پيل سوې ده، تر اوسه پوري ۲۳۰ نارينه په الوتکو کي کابل ته اخراج سوي دي.
له جرمني څخه د افغان مهاجرو د بيرته اخراج موضوع ډيره جنجالي ده. ځيني سياستوال، د مهاجرو فعالان او مهاجر پلوه سازمانه وايي چي په افغانستان کي رواني جگړې ته په کتو سره بايد افغان مهاجر بيرته اخراج نه سي.
د پوځي معلوماتو له مخي وسله وال طالبان د افغانستان پر ۱۴ سلنه خاوره باندي کنترول لري او د ۳۰ سلني نوري د نيولو پر سر جنگيږي.
په آلمان کي مهاجر پلوه سازمان (Pro Asyl) خبردار ورکړی: «په اوس وخت کي د مهاجرو د راتگ د مخنيوي له پاره پر حقايقو خبري نه کيږي، بلکي د سياسي تعصب پر اساس، په هره بيه چي وي کړکېچ او جگړو ځپلو سيمو ته بايد بيرته ولېږل سي».
dpa(N.Z/K.H)
زموږ له ارشيف څخه: