«د مهاجرو سره دي د ژبي په زدکړه کي لا زياتي مرستي وسي»
۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعهد يوې نمونيي نظر پوښتني د پايلو له مخي د آلمان اکثريت نفوس (۹۰ سلنه) د دې غوښتونکی دی چي د مهاجرو د ادغام او هغوی ته د آلماني ژبي د ښودنې په ترڅ کي لا زياتو اقداماتو ته اړتيا ده.
د پوښتل سوو کسانو څخه ۷۴ سلني د آلمان پر حکومت ږغ کړی چي په زياته بيا د مهاجرو ماشومانو ته دي و مکاتبو ته د ورتګ او پکښي د ادغام آسانتياوي لا پراخي کړل سي. په دې ترڅ کي د دې غوښتنه هم سوې چي بايد ماشوم لرونکي مهاجر په داسي ځايونو کي وساتل سي کوم چي د ماشومانو د اړتياؤ د پوره کولو جوګه وي.
د ماشومانو سره د مرستي صندوق دغه نظرپوښتنه چي د نظرپوښتني د انسټيټيوټ فورزا له خوا تر سره سوې، تمويل کړي ده. دغه نظر پوښتنه د جون مياشتي د ۲۰ په مناسبت ترسره سوې کومه چي د مهاجرو نړيواله ورځ ده.
له پوښتل سوو څخه ۶۷ سلني د دې غوښتنه کړې چي د مهاجرو ماشومانو ته بايد دا اسانتيا ورکول سي چي هغوی په وړيا توګه د ساعت تيري ځايونو او د سپورټ کلبونو ته لاره پيدا کړي. له پوښتل سوو څخه ۴۲ سلنې کسانو ويلي چي د دې په حق کي دي چي و آلمان ته د رارسېدو سره سم دي د مهاجرو ماشومانو ته ټولي هغه آسانتياوي ورکول سي چي پخپله آلماني ماشومان يې لري.
له پوښتل سوو کسانو څخه ۴۲ سلنه د دې پلوي کوي چي د مهاجرو په هيوادونو کي پاتي کورنۍ دي ورته راوبلل سي. دغو کسانو د مهاجرو د مور، پلار او کم سن ورونو او خويندو او په همدې راز د خپلو ماشومانو د رابللو د امکان برابرولو غوښتنه کړې ده.