1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ويش په سر پر بوديجې د اروپايي اتحاديې اختلافات

۱۳۹۶ اسفند ۵, شنبه

د اروپايي اتحاديې مشران د مالي سرچينو د ويش په اړه، په نويو وړانديز شويو شرطونو کې سره توافق نه لري. د دغو شرطونو څخه يو یې دا دی چې غړي هيوادونه د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې بايد د مهاجرو په تقسيم کې خپله ونډه وښيي.

https://p.dw.com/p/2tGHX
EU Gipfel Bettel, Merkel und Kurz
انځور: Reuters/Y. Herman

 د اروپايي اتحاديې مشرانو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۲۴مه نېټه) په خپلو کې سره ليده کاته وکړل تر څو يې د دغې اتحاديې د اوږدمهاله بودجې د طرحو په اړه خبرې کړې وي. د اروپايي اتحاديې د ۲۷ غړو هيوادونو مشران، په ۲۰۱۹م کال کې له دغې اتحاديې څخه د بريتانيا تر وتلو وروسته د اتحاديې د بوديجه په اړه خپل لمړني بحثونه پیلوي.

په دغو پيشنهادي خبرو اترو کې د آلمان په ګډون د يو شمير هيوادونو طرحه دا ده چې د دغې اتحاديې اقتصادي مرستي بايد پر يو شمير غړو هيوادونو په مشروط ډول وويشل شي چې په هغو کې يو شرط د دغو هيوادونو له خوا د مهاجرو منل دي.

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د پنجشنبې په ورځ د دغه هيواد د پارلمان غړو ته ويلي وو چې «په راتلونکې کې د اروپايي اتحاديې د پيسو د ويش معيار بايد د سيمو د ښارواليو د هغو ژمنو پر اساس وي، کوم چې دوی د مهاجرو د منلو او د هغو د ادغام په هکله کړي دي.» د جمعې ورځ په ناسته کې د دغه وړانديز پر وړاندې بيلابيل غبرګونونه ښکاره کړل شول. د ليتوانيا ولسمشر داليا ګريباوسکتي، ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې د وجهې صندوق اصلي موخه د دغې اتحاديې د بې وزلو هيوادونو ادغام دی. له دغه نظر څخه تر دې وړاندې د هنګري او پولند په څير د مرکزي اروپا او خيتځې اروپا هيوادونو له خوا هرکلی شوی دی.

د لوکزامبورګ لمړي وزير خاوير بيتر هم د مرکل پر نظر نيوکه وکړه. هغه ويلي دي: «[که يو هيواد په خپله ژمنه عمل نه کوي] کوم کس به مجازات کيږي؟ په يقين سره چې حکومتونه نه بلکه د هغه هيواد وګړي به تنبيه کیږي.»

د هالند لمړي وزير مارک روته بيا ويلي دي چې د انګلا مرکل وړانديز «په يقين سره ډير ارزښتناک» دی، خو هيواد يې اړتيا لري چې هغه و آزمويي.

 د اتريش لمړي وزير سبستين کورتس هم ويلي دي چې هغه «د دغه ډول مشروطولو اساس درکوي»، خو هيوادونه نه بايد تل د مهاجرو موضوع ته خپل پام اړولی وی.

د آلمان خبري آژانس / ع. ح./م.ک.ص

د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: