1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملا رسول په ويډيو کې يوه ښځه پوليسه ده

۱۳۹۷ مهر ۸, یکشنبه

افغان پوليسو يوه واده شوې ښځه نيولې ده چې ادعا کيږي د فارياب ولايت د ملا رسول په نوم د يو کس په سکس ويديو کې ښکاره شوې ده. چارواکي وايي چې د ملا رسول د نيولو له پاره پراخي هڅې ادامه لري.

https://p.dw.com/p/35cBs
Indien Pakistan Symbolbild Vergewaltigung
انځور: Getty Images/AFP/M. Sharma

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې په شمالي ولايت فارياب کې د پوليسو يوه افسره وروسته له هغه ونيول شوه چې د خپلو همکارانو له خوا وپيژندل شوه چې هغه په هغې ويديو کې څرګنده شوې ده چې په ټولنيزو رسنيو کې په ډيره پراخه کچه شريکه او ليدل شوې ده.

پر نيول شوې ښځي تور دی چې د افغانستان د قوانيو له مخې د اخلاقي جرم چي ممنوع دی، مرتکبه شوې ده. د افغانستان د قوانينو له مخې د دغه شان جرم مرتکيب بايد بندي شي.

د پوليسو يوه بله افسره هم په دې تور نيول شوې ده چې ادعا کيږي ښځه يې دې ته هڅولې تر څو له ملا رسول سره وګوري.

رسولي زياته کړې ده چې ملا رسول له ښځو سره د جنسي اړيکي پر مهال د اخيستل شويو ويديوګانو څخه د ښځو د ګواښلو او ناوړه استفادې لکه پر يو وخت د زياتو نارينه ؤ سره د جنسي عمل، په موخه کار اخيست. د ملا رسول په هکله ويل شوي چې هغه د ترافيک پوليسو د يوې افسرې په ګډون چې اوس نيول شوې ده، له «ډيرو» ښځو سره د سکس عمل پر وخت ويډيو ګانې اخیستي دي.

نيول شوي ښځي ويلي دي چې، هغه مهال چې ملا رسول ورسره جنسي اړيکه نيولې په «يوه نورمال حالت کې نه وه» چي له دې انګېرل کيږي چي ښايي دغې مېرمنې او نورو قرباني شوو مېرمنو ته مخکي کوم نشه يې توکې يا درمل ورکړل شوي وي.

د جنسي تیري کوونکي په نامه ملا د قربانیانو د امنیت په اړه اندیښنې

نېول شوې ښځي همدا راز ويلي دی چې هغه په دې هم نه وه خبره چې ويديو يې اخيستل کيږي.

د سيمه ايزو چارواکو په حواله، له هغو ښځو څخه چې د ملا رسول په ويديوګانو کي راڅرګندي شوې دي، بله کومه مېرمنه نه ده موندل شوې.

د فارياب د ديني عالمانو شورا د ملا رسول د موندلو او د هغه د سنګسار حکم ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د فارياب والي بيا اعلان کړی دی چې هر هغه چا ته به خپل موټر انعام ورکړي چي ملا رسول چارواکو ته په لاس ورکړي.

د فارياب د ښځو د چارو رئيسې شريفه عظيمي تر دې مخکې د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې دغه ښځې «غولول» شوي دي او له ديني عالمانو څخه يې غوښتنه کړې وه چې خپلو پلويانو ته ووايي چې دغه ښځي بدلمني نه بلکي «بې ګناه قربانيانې» دي.

دا په داسي حال کي ده چي د ملا رسول په نوم شخص په سکس ويديوګانو کي د قرباني مېرمنو څيرې ليدل کيږي او داسي بيري سته چي ښايي دغه مېرمني د خپلو کورنيو له خوا د خپل «ناموس ساتنې» په مقصد ووژل شي.