1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ادبيات

نوئستلِنګر د ماشومانو د کیسو مشهوره ليکواله وه

۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبه

د ماشومانو له پاره د کتابونو مشهوره بشردوسته لیکواله کریستیني نوئسټلِنګر د ۸۱ کلنۍ په عمر کې مړه شوه. دغې مشهورې اتریشۍ لیکوالې په آلماني ژبه د ماشومانو له پاره تر ۱۵۰ ډیر کتابونه لیکلي دي.

https://p.dw.com/p/31TXl
Christine Nöstlinger
انځور: picture-alliance/dpa

کریستیني نوئسټلِنګر د ۱۹۳۶ ميلادي کال د اکتوبر په ۱۳ نیټه د اتريش په پلازمېنه ویانا کې زیږیدلې وه. دغې لیکوالې تر ۱۵۰ ډیر کتابونه لیکلي دي چې تر دیرشو په ډیرو ژبو ژباړل شوي او پر یو شمیر کتابونو یې فلمونه هم جوړ شوي دي.

کریستیني نوئسټلِنګر په خپل ژوندانه کې د خپلو لیکنو له کبله مختلفې جایزې ترلاسه کړي دي چې د هغو له جملې څخه د «هانس کرستیان ایندرسن» او «سټریډ لِنډګرین» له جایزو څخه یادونه کولی شو.

کریستیني نوئسټلِنګر څو اونۍ مخکې د«نیوز» په نامه له یوې اتريشۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو چې نور نو نه غواړي د ماشومانو له پاره کیسې ولیکي. نوموړۍ د خپلې دې پریکړې په هکله د وضاحت ورکولو په ترڅ کې ویلي وو: «زما خپل ماشومتوب یو ډیر تاریخي نوعیت درلود. زما د اولادونو ماشومتوب هم څه دا ډول وو. خو زه نور نه غواړم کوم بل کتاب ولیکم، ځکه اوس هر څه بدل شوي دي».

کریستیني نوئسټلِنګر دا هم ویلي وو: «زه د دې له پاره هم نه غواړم څه ولیکم، ځکه په ډیرو شیانو مې اوس سر نه خلاصیږي. زما د خبرې هدف دا نه دی چې زه د اوسني دور د ماشومانو په هکله خپله یوه ډیره منفي پریکړه اورول غواړم. هیڅ کله هم نه. خو خبره دا ده چې اوس شیان دومره بدل شوي دي چې زما له پاره اوس پر هغو پوهیدل ممکن نه دي».

د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له پاره د نوئسټلِنګر له خوا لیکل شوي کتابونه د لسیزو راهیسې د آلماني خپرندویه ټولنې مشر یواخيم ګیلبرګ، خپاره کړي دي. ګیلبرګ د کریستیني نوئسټلِنګر پر مړینې د خفګان په څرګندولو سره وویل: «د کریستیني نوئسټلِنګر له خوا د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له پاره د آلماني ادبیاتو په ژبه د لیکل شویو کیسو او کتابونو له ژورو اغیزو څخه څوک انکار نه شي کولی. هغې چې هر څه لیکلي دي دا د هغې شخصي تجربه هم وه».

یواخیم ګیلبرګ په حواله نوئستلینګر، د خپلې یوې بلې ملګرې په شان چې هغه هم یوه ډیره مشهوره اروپایې لیکواله ده خپل ژوند ماشومانو او د دوی له پاره د کیسو او کتابونو لیکلو ته وقف کړی وو.

دغې لیکوالې په ۲۰۰۱ او بیا په ۲۰۱۰ م کلونو کې په ډیرې زړورتیا سره د سرطان د ناورغۍ پر وړاندې مقابله هم کړی وو. کریستیني نوئسټلِنګر چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته یې د خپلو لیکنو په وسیله د کوم پيغام رسولو کوښښ کړی وو، هغه څه وو چې ده د خپل ژوند هدف او اساسي محور ګرځولی وو. دغې لیکوالې د ټولنیزو نابرابریو، ظلم او تیري پر وړاندې نه ستړې کیدونکي مبارزه کړې ده.