1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشهوره نقاش پیکاسو هنري آثار کومه تنوع لري؟

۱۳۹۶ مرداد ۱۵, یکشنبه

دغه نقاش په شپېتو کالو کې تر شل زرو پورې رسمونه او نقاشۍ پنځولې دي، چې په دغه شمېر کې لا د هغه کلالي، ګرافيکونه، مرکب اثار او مجسمې نه دي شمارل شوي.

https://p.dw.com/p/2hleR
Kunstkopien für den Weltmarkt in Dafen, Shenzhen, China

په فرانسه او د مديترانې په سيمه کې د مشهور نقاش، پابلو پيکاسو، د هنري اثارو د ډېروالي په اړه او د هغه د ژوند په هکله په دې اواخرو کې ډېر زيات نندارتونونه جوړ شوي دي. د هسپانيې د دغه مشهور هنرمند په هکله به يوازې په څو راتلونکو مياشتو کې ۶۰ نندارتونونه جوړ شي. دا دغسې يو اوج دی چې کارپوهان يې علت يوازې د پيکاسو د کار په تکړه توب او د هغه د اثارو په زياتوالي او تنوع پورې نه تړي.

«پيکاسو د پيکاسو»، پيکاسو پريميتيف يا لومړنی پيکاسو، «اولګا پيکاسو» يعنې د پيکاسو معشوقه او مېرمن، «لهْ سېرکل د پيکاسو» يعنې د پيکاسو حلقه، «پيکاسو آ لا مېر» يعنې پيکاسو له سمندر سره، دا د ځينو نندارتونونو نومونه دي چې د هسپانيې د ستر هنرمند، پابلو پيکاسو، د شخصيت او اثارو د بېلابېلو اړخونو په هکله جوړيږي. خو دغه کار نه يوازې په فرانسه باندې محدود دی او يوازې هلته صورت نيسي، بلکې له پاريس څخه تر نېاپله، روم، بارسلونا او اتن پورې موزيمونو او کلتوري موسسو دغه نقاش ته خپلې نندارې وقف کړې دي. د فرانسې مطبوعات د پيکاسو د جنون او ورسره له بې سارې لېوالتيا څخه لا خبرې کوي.

پیکاسو د شلمې پېړۍ يو تر ټولو مثمر او زيات اثر لرونکی هنرمند بلل کيږي. کارپوهان اټکل کوي چې دغه نقاش په شپېتو کالو کې تر شل زرو پورې رسمونه او نقاشۍ پنځولې دي، چې په دغه شمېر کې لا د هغه کلالي، ګرافيکونه، مرکب اثار او مجسمې لا نه دي شمارل شوي. دا داسې ستره هنري کارنامه ده چې بې شمېره موزيمونه يې هممهاله نندارې ته وړاندې کولای شي. خو د پیکاسو جنون او له دغه هنرمند سره بې سارې لېوالتيا نه يوازې د دغه هنرمند د اثارو د زياتوالي له کبله تشريح کېدای شي.

د پيکاسو نړيوالتوب

بېرنارد رويڅ پيکاسو چې د پابلو او اولګا پيکاسو لمسی او په عين وخت کې د هنر کارپوه دی، اصلي علت يې د پيکاسو نړيوالتوب بولي. پيکاسو د ده په خبره په ټولې نړۍ پورې اړه لري. د ده په اند د پيکاسو هنر داسې يوه آله ده چې په مرسته يې د شملې پېړۍ د هنر د تاريخ اصلي بڼه ايله د پوهېدو او درک وړ ګرځي. بېرنارد رويڅ پيکاسو په ورته وخت د هسپانيې په مالاګا ښار کې د پیکاسو د موزيم له بنسټ ايښودونکو څخه دی. د هغه نيکه په ۱۸۸۱ م کال په دغه ښار کې دنيا ته راغلی وو.

رويڅ پيکاسو خپله د ګالريو کارپوه او د نندارو سرپرست دی چې په پاريس کې يې د پيکاسو د موزيم په «اولګا پيکاسو» نومې ننداره کې هم ونډه اخيستې ده. په هغه نندارتون کې ۳۵۰ داسې اثار نندارې ته ايښودل شوي ول چې د پيکاسو او اولګا تر منځ د مينې داستان يې انځوراوه. اولګا د پابلو پيکاسو له پاره د «مور او ماشوم د اثارو» له پاره د الهام اصلي منبع وه. په نندارتون کې د پيکاسو د هنري پنځونو پر له پسې والی هم تشريح شوی دی. يعنې پيکاسو په عنعنوي رسامۍ پيل کړی و او وروسته يې د کوبيزم د رسمونو او نقاشيو طرز ته مخه کړې وه.

د دغو سبکونو تر منځ د پيکاسو آبي او ګلابي پړاوونه هم راغلي ول چې پيکاسو پکې اکثرا دغه رنګونه استعمال کړي ول. د پاريس د پيکاسو د موزيم مدير، لاورن لې بون، وايي چې پيکاسو د داسې هنر يو استازی دی چې تل د سړي پام نويو ليدلورو او نوو مفکورو ته هڅوي. د هغه په خبره د پيکاسو اثار هم په دوامداره توګه ابتکارات او نوښتونه رانغاړي.

«پيکاسو مديترانې»

دا د ده په اند د هغې علاقې اصلي علت دی چې اوس د پيکاسو او د هغه د اثارو په برخه کې موجوده ده. خو د پيکاسو د اثارو په لېوالتيا کې لې بون خپله هم ډېره ونډه لري. ځکه چې د «پيکاسو مديترانې» په نوم د نندارو لړۍ چې د ۲۰۱۷ کال له پسرلي څخه تر ۲۰۱۹ م کاله پورې دوام لري، د ده يوه اصلي مفکوره وه. دغه نندارتونونه به د مديترانې په سيمه کې يعنې د ايټاليې، هسپانيې، يونان او مراکش په څېر په ډېرو هېوادونو کې جوړ شي. فرانسه پکې مخکښه ده چې د دغه هېواد ۳۵ موزيمونه او کلتوري بنسټونه په دغو نندارو کې برخه اخلي.

ايمانويل ګويګون، چې په بارسلونا کې د پيکاسو د موزيم مدير دی، له پيکاسو سره د خلکو د لېوالتيا له پاره يو بل علت هم ويني. دی وايي چې پيکاسو يو نابغه انسان وو. ګويګون غواړي چې د اکتوبر مياشتې په پای کې د پيکاسو او بارسلونا په هکله يو نندارتون جوړ کړي. پيکاسو د هسپانيې په دغه ښار کې د هنر په برخه کې لوړې زده کړې کولې او دلته يې د خپلو ډېرو اثارو له پاره الهام هم اخيستی وو.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه (22.02.2015)