1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فیسبوک پخوانیو کارکوونکو ولې پر دې شرکت عریضه کړې؟

۱۳۹۷ مهر ۴, چهارشنبه

د فیسبوک ټولنیزه شبکه د خپلو هغو کارکوونکو له ډله ایز شکایت سره مخامخ شوې چې پرې د ټکان ورکوونکو انځورونو او ویډیوګانو د څار مسوولیت لري. دوی وایې چې د دغه راز انځورونو او ویډیوګانو په کتلو په رواني ستونزو اخته شوي.

https://p.dw.com/p/35W1c
Flash-Galerie Genies des Alltags Mark Zuckerberg
انځور: AP

په امریکا متحده ایالاتو کې د فیسبوک شبکه د خپلو کارکوونکو له ډله ایز شکایت سره مخامخ شوې. د دغې شبکې د یو شمیر پخوانیو کارکوونکو وکیلانو ویلي چې مؤکلین یې پر فیسبوک باندې په دوامداره توګه د ټکان ورکوونکو او مبتذلو مواد د لیدو له کبله د «PTSD» په نامه په یو ډول رواني ناروغۍ اخته شوي. دغه ناروغۍ په ناڅاپي توګه د یوې پیښې تر لیدو وروسته د شوک له کبله رامنځ ته کیدای شي. د فیسبوک دغو پخوانیو کارکوونکو پر دې ټولنیزې رسنۍ باندې د نامناسبو انځورونو، ویډیوګانو او متنونو د خپریدو مخنیوي په برخه کې کار کوه.

د فیسبوک د یوه پخواني کارکوونکي وکیل کاري نلسون، په دې هکله ویلي چې مؤکل یې د نیمې ورځې د کارمند په توګه په دنده ګمارل شوی وو او په ورځ کې به یې له ماشومانو د ناوړه ګټه اخیستنې، جنسي تجاوز، زور زیاتيو، له څارویو سره د سکس، د سر د پرې کولو، ځان وژنې، قتل او بمبار په څیر زرګونه ویډیوګانې او انځورونه کتل.

Facebook Logo spiegelt sich in Smartphone
انځور: picture-alliance/PA Wire/D. Lipinski

نلسون همدا راز زیاته کړې چې د فیسبوک شرکت د خپل دغه کارکوونکي د امنیت د خوندیتوب په برخه کې غفلت کړی. د نوموړي په وینا فیسبوک د دغه راز کارونو له پاره له خپلو هغو کارکوونکو کار اخلي چې «پارټ ټایم» یا د نیمه ورځې دندې لري. د نوموړي په وینا چې د دغه راز ټکان ورکوونکو موادو په کتلو سره دغه شمیر کارکوونکي په نه جبرانیدونکي رواني ستونزو اخته کیږي.

فیسبوک د دغه شکایت په ځواب کې ویلي چې له خپلو کارکوونکو ملاتړ کوي او کارکوونکو ته ځانګړې روزنیزې دورې او رواني مرستې هم وړاندې کیږي.

د نوموړي وکیل په حواله د هغه مؤکل سلنا سکولا، د ۲۰۱۷م کال د جون میاشتې را په دې خوا  د نهو میاشتو له پاره د کارموندنې د یوه بل شرکت له لارې په فسبوک کې «پارټ ټایم» یا د نیمې ورځې د کارمندې په توګه استخدام شوې. د وکیل په حواله مؤکل یې تر څه مودې کار وروسته په دغې رواني ناروغۍ اخته شوې.