1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د عراق پوځ له داعش څخه الحویجه ښار هم ونیو

۱۳۹۶ مهر ۱۳, پنجشنبه

د عراق پوځ اعلان کړی دی چې الحویجه ښار يې د داعش له جنګالیو پاک کړی دی. دغه ښار په عراق کې د داعش وروستی پوخ سنګر بلل کېدی. داعش اوس د عراق د لویدیځي څنډي په یوه ډیر کوچنۍ سیمه کې دي.

https://p.dw.com/p/2lEes
Irak Hawija Shiiten-Truppe PMF und Regierungstruppen
انځور: Reuters

د عراق پوځ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پنځمه) د الحویجه ښار نیولی دی او«اسلامي دولت» یا داعش ډله یې په دغه هیواد کې له خپل پاخه سنګر څخه ایستلې ده.

د دې ښار په نیولو سره اوس داعش د عراق په لویدیځ کې له سوریې سر پر پوله په یوه ډیره کوچنۍ سیمه کې حضور لري.

د دغو پوځي عملیاتو قوماندان ډګر جنرال عبدالامیر یارالله، په یوه بیانیه کې ویلي دي چې عسکرو، پولیسو او ملیشه یي ځواکونو «د الحویجه ښار ټول مرکز آزاد کړی دی او خپل پرمختګ ته ادامه ورکوي.»

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تیره میاشت د دغو پوځي عملیاتو له پیلیدو راهیسې شا او خوا ۱۲۵۰۰ کسان له دغه ښاره تښتیدلي دي. دغه سازمان د سه شنبې په ورځ ویلي ول چې ښایي اوس هم په دغه ښار کي ۷۸۰۰۰ انسانان پاته وي.

د الحویجه ښار د بغداد شمال ته په ۲۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی. په ۲۰۰۳م کال کې د امریکا متحدو ایالاتو تر نظامي مداخلې وروسته دغه سیمه د یاغیانو پوخ سنګر گرځېدلی وو. دغه ځای ته د «عراق کندهار» هم ویل کید.

په سیمه کې موجودو خبریالانو داسې ډیر انځورونه خپاره کړي دي چې د داعش جګړه مار، عراقي ځواکونو ته تسلیمیږي.

زموږ له ارشيف څخه: