1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق په کرد میشته سیمه کې پارلماني ټاکنې پیل شوې

۱۳۹۷ مهر ۸, یکشنبه

د عراق په شمال کې د ټاکنو مرکزونه پرانیستل شوي دي. کردانو د ډیرې مودې راهیسې خپلې رايي نه دي کارولي. د خپلواکۍ په اړه تر شخړیزې ټولپوښتنې وروسته ټاکنې ځنډیدلې وې.

https://p.dw.com/p/35j0v
Irak Wahlen in Erbil
انځور: Reuters/T. Al-Sudani

د ۲۰۱۷ م کال په اکتوبر میاشت کې د عراق په شمال کې د خودمختارۍ هڅې له ناکامۍ سره مامخې شوې وې. یو کال وروسته اوس کردان یو نوی پارلمان ټاکي. یوازې لږ شمیر رايه ورکونکي په دې باور دي چې ټاکنې به یو لوی بدلون رامنځته کړي. خلک نا امیده شوي دي.

په ټولپوښتنه کي دوی په عراق کې د مرکزي حکومت د هیلې برخلاف، له یوه لوی اکثریت سره خپلواکۍ یا استقلال ته د «هو» ځواب ويلی وو.

له هغه وخت راهیسې کردان له ناورين ډوله کړاونو څخه رنځ وړي. د عراق حکومتي ځواکونو د کردانو د خپلواکمنې سیمې هغه برخې تر خپل کنترول لاندې راوستلې چې د تیلو غني زیرمې لري، پر دوی یې بندیزونه نافذ او له ترکیې او ایران سره یې سرحدي پوستې په مؤقتي توګه بندې کړې.

د خپلواک حکومت امید نشته

دغه سیمه چې په هغه وخت کې د ولسمشر مسعود بارساني، له خوا اداره کیده، نه یوازې د یوه سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شوې ده، بلکې د یوه جلاء حکومت هیله یې هم لمنځه تللې ده.

د پارلمان د ۱۱۱ چوکیو له پاره د ۲۹ سیاسي غورځنګونو ۶۷۳ تنو ځانونه کاندیدان کړي دي. په عنعنوي توګه د بارساني د PDK  (د کردانو دیموکراتیک ګوند) او د هغه لوی سیال UPK  (د کردانو وطن پرسته ګوند) په دې سیمه کې له با نفوذه ګوندونو څخه دي. 

دغه ګوندونه اوسمهال په پارلمان کې ۳۸ سلنه یا ۱۸ چوکۍ په اختیار کې لري. پر ۳،۸ میلیونه کسانو په ټاکنو کې د برخه اخیستې غږ شوی دی. تمه کیږي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د سه شنبې په ورځ اعلان شي.