1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې حکومت د ژنيو د سولې خبرې اترې تحريم کړې

۱۳۹۶ آذر ۷, سه‌شنبه

په ژنيو کې تر اوسه اووه وارې په سوريه کې د سولې د رامنځته کولو په موخه خبرې شوي خو نتيجه یې نه ده ورکړې. اوس د سولې د خبرو اترو اتم پړاو هم تر پيليدو د مخه د ناکاميدو له گواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/2oMzm
Schweiz Syrien-Friedengsgespräche in Genf
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

په اصل کې په پام کې نيول شوې وه چې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د نوامبر د مياشتې ۲۸ نيټه) په ژنيو کې د سوریې د کړکيچ د يوه ديپلوماتيک حل د موندلو له پاره د سولې د خبرو اترو اتم پړاو پيل شي. خو اوس په دې اړه شکونه رامنځته شوي ځکه تر اوسه روښانه نه ده چې ټول اړخونه به پکښې گډون وکړي او که نه.

د سوریې حکومتي پلاوي لا تر اوسه د ژنيو پر لور حرکت هم نه دی کړی او د سوریې د استازو له خوا ويل شوي چې تر اوسه نه پوهيږي چې په غونډه کې به آن گډون وکړي او که نه. د دوی له خوا زياته شوې چې گډون يوازې په هغه صورت کې ممکن دی چې د ملگرو د ملتونو په منځگړيتوب د ترسره کيدونکو دغه خبرو اترو د «د اجنډا پر سر يووالی رامنځته شي.»

کلک دريځونو

د حکومت پلاوی له هغه څه سره موافق نه دی چې اپوزيسيون یې غواړي: يعني د نوي اساسي قانون او ټاکنو پر سر بحث، هغه څه چې د اسد سياسي پای به وي. خو د ملگرو ملتونو ۲۲۵۴ شمیرې پريکړه ليک هم د ټاکنو او د يوه احتمالي نوي اساسي قانون پر سر خبرې اترې په نظر کې لري. د دمشق له خوا ويل شوي چې د اسد پلاوی غواړي د تروريزم سره د مبارزې پر سر خبرې وکړي. خو د سوریې د اپوزيسيون غړو هم ژنيو ته تر رسيدو سره سم روښانه دريځ غوره کړې: دا چې دوی غواړي اسد له واکه گوښه شي.

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي شټیفان ديمستورا وويل: «که چيرې ټول ښکيل اړخونه ژنيو ته ورسيږي نو غواړو چې په جدي بحثونو کې یې ښکيل کړو او هيله لرو چې يو له بل سره په خبرو اترو پيل وکړي.»  ده زياته کړه: «خو يوه خبره بايد روښانه کړم چې موږ به هیڅ پيش شرطونه ونه منو.»

د سوریې څخه ناوړه خبرونه

د فعالانو په حواله په دې منځ کې په سوريه کې د اپوزيسيون تر ولکې لاندې سيمې غوتا کې د حکومتي ځواکونو د بريدونو په نتيجه کې ۱۸ ملکيان وژل شوي او نور ۴۵ ټپيان شوي دي. دا خبر د فرانسې خبري آژانس د بشري حقونو د څار د سوريايي ټولنې په حواله ورکړې دی. د دوی په حواله پوځ هوايي بمبار وکړ او ځمکني بريدونه یې هم ترسره کړي. خو دا خبرونه د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تائيد شوي.

د سوریې د «کړاو مرکز»

ملگرو ملتونو په دې وروستيو کې په ختيځ غوتا سيمه کې د ناوړه بشري وضعيت يادونه کړې وه. د دغه سازمان يوه همکار دغه سيمه په سوريه کې د «کړاو د مرکز» په توگه ياده کړې وه.

ختيځ غوتا پلازمينې دمشق ته نژدې پرته سيمه ده چې په سوريه کې د ياغيانو وروستی سنگر بلل کیږي. په اصل کې دا په اصطلاح هغه سيمه ده چې قزاقستان د پلازمينې آستانه د سولې د خبرو اترو په ترڅ کې پرې د ښکيلو اړخونو لخوا توافق شوې وو او ټول ياغيان دغې سيمې ته راټول شوي ول.

په سوريه کې د ۲۰۱۱م کال د مارچ مياشتې راهيسې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ جگړه روانه ده. خو په دې جگړه کې اوس ډيرې ډلې ښکيل شوي چې هر ه يوه یې خپل هدف تعقيبوي. د سوریې جگړې تر اوسه د ۳۴۰ زرو انسانانو ژوند اخيستي او په ميليونو تېښتې ته اړ شوي دي.