د سعودي په کنفرانس کې د افغانستان غوښتني
۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبهدغه دوه ورځنی کنفرانس چې د اسلامي هيوادونو د همکاریو سازمان له خوا جوړ شوی دی لومړۍ ورځ يې په جده او نن دوهمه يې په مکه مکرمه کې ده. د کنفرانس پايلي به نن چهاشنبې (۲۰۱۸م کال د جولای ۱۱مه) په مکه کې تر کنفرانس وروسته اعلان شي.
افغان حکومت د جدې کنفرانس ته د افغانستان د جګړې د ختمېدو په موخه اته وړاندیزونه وکړل تر څو طالبان سولې ته حاضر او په مکه کې ورسره خبرې وشي.
د افغانستان د عالمانو شورا مشر قیام الدین کشاف دې غونډې ته وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان باید د افغانستان د جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سکرټر جنرال یوسف بن احمد العثمین افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ چې یاد سازمان به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو له پاره په نړیواله او سیمه ییزه توګه خپل ملاتړ ونه درېغوي: «زه د اسلامي همکاریو سازمان په استازولی په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځ ته کېدو له پاره کلک ژمن یم».
تر دې وړاندې د حرمین مفتي شېخ عبدالرحمن سدیس هم په افغانستان کې جګړه یوه وژونکې جګړه بللې او د افغانستان د حالت ښه کېدو له پاره یې هم دعا کړې وه.
د افغانستان وړاندیزونه
افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان له هېوادونو څخه اته غوښتنې کړې دي چې په هغو کې مهمې د افغانستان په جګړه کې له دواړو خواو د اوربند او سولې غوښتل، طالبان حرمینو ته د خبرو له پاره رابلل، د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي هيوادونو د همکاريو سازمان د دریځ روښانه کول او له همدې کنفرانس څخه د یوه داسې پلاوي ټاکل چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
د افغانستان د عالمانو شورا غړي شفیق صمیم له عربستان څخه غوښتنه وکړه چې طالبان حرمین ته راوغواړي او د افغانستان د سولې پر سر د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
هغه وویل: «د سعودي پاچا عاليقدر سلمان بن عبدالعزيز او د سعودي عربستان له حکومت څخه هيله کوو چې د سولي مذاکراتو له پاره دې طالبان حرمينو ته دعوت کړي».
دې کنفرانس ته د افغانستان يوه گاونډي هيواد ایران ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. خو بل گاونډۍ هيواد پاکستان څخه چې ۱۵ دیني عالمان رابلل شوي و یوازې ۱ کس ورغلی دی.