1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعودي بیا د بیت المقدس په اړه د امریکا پر پریکړې نیوکه وکړه

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

که څه هم د سعودي عربستان پادشاه د واشنګټن یو وفاداره متحد دی خو هغه د عربي هیوادونو په سرمشریزه کې یو وار بیا بیت المقدس ته د خپل سفارت د انتقالولو په اړه د امریکا پر پریکړې نیوکه وکړه.

https://p.dw.com/p/2w7h6
Saudi-Arabien Gipfel Arabische Liga in Dhahran
انځور: Getty Images/AFP

د سعودي عربستان پاچا سلمان د یکشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې په ۱۵) د دغه هیواد په ختیځ ظهران ښار کې د عربي هیوادونو د سرمشریزې په پرانیست غونډه کې چې د تلویزون له لارې په ژوندې بڼه خپریده وویل: «موږ د بیت المقدس په اړه د امریکا متحده ایالاتو پریکړه یو وار بیا غندو او ردوو یې.»

هغه زیاته کړه چې بیت المقدس د فلسطين د خاورې یوه داسې برخه ده چې باید ترې جلا نه شي. پاچا سلمان په بیت المقدس کې د اسلامي اماکنو د جوړولو او بیارغونې له پاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

بیت المقدس د اسرائیل او فلسطينیانو تر منځ یو شخړیزه موضوع ده. فلسطینیان بیت المقدس ته د خپل راتلونکي مستقل دولت د پلازمېنې په توګه ګوري، په داسې حال کې چې اسرائیل یې بیا په بشپړ ډول د مالکیت دعوا لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تیر کال په پای کې پریکړه وکړه چې خپل سفارت د اسرائیل له پلازمېنې تل آبیب څخه بیت المقدس ته انتقالوي. د دې ترڅنګ ترمپ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسميت وپيژند. عربي نړۍ، مسلمانانو او آن عیسویانو هم د ترمپ د دې اقدام پر ضد مظاهرې وکړې ځکه بیت المقدس نه یوازې د مسلمانانو بلکې د عیسویانو له پاره هم د یوه مقدس مقام حیثیت لري.

ډیری عربي هیوادونه له امریکا متحده ایالاتو سره ډیرې ښې اړيکې لري. ویل کیږي چې ترمپ په پرله پسې ډول د دوی پر مشرانو فشار وارد کړی دی.

د ملګرو ملتونو له پاره د ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته

پاچا سلمان د عرب لیګ دغه ۲۹مه غونډه د بیت المقدس د سرمشریزې په نوم ونوموله. هغه زیاته کړه: «له دې سره به ټولې نړۍ ته واضحه شي چې فلسطين او خلک به یې په راتلونکي کې هم د عربانو له پاره مهم وي.»

Saudi-Arabien Salman bin Abdulaziz al-Saud in Riad
د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز السعوديانځور: picture-alliance/dpa/Saudi Press Agency

دUNRWA  یا د فلسطيني مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې اداره به له سعودي عربستان څخه د ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته ترلاسه کړي. امریکا متحده ایالاتو د جنورۍ په میاشت کې د فلسطين مهاجرو له پاره له د ملګرو ملتونو له دغه مرستندویه ادارې سره د خپلو مرستو د بندلو اعلان کړی وو.

د دې حوزې پر ډیرو هیوادونو تور لګول کیږي چې یوازې په ظاهره کې یې د امریکا د دې پریکړې مخالفت کړی دی خو د ترمپ دغه ګام یې لا پخوا منلی دی. په دې وروستیو کې د پاچا سلمان زوی ولیعهد محمد، له امریکایې مجلې The Atlantic سره په مرکه کې وویل چې اسرائیل هم حق لري خپل یو هیواد ولري چې د هغه دې خبرې په اسلامي نړۍ کې تند غبرګونونه را وپارول.

د ایران د تروریستي اعمالو شدیده غندنه

د ۲۲ عربي هیوادونو دغه سرمشریزه د سوریې پر تاسیساتو د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیې او فرانسې د هوایې بریدونو موضوع تر خپل سیوري لاندې راوستلې وه. پاچا سلمان د سوریې د جګړې په اړه یوه کلیمه هم پر ژبه را نه وسته. د ایران متحد سوریه له نن څخه اووه کاله مخې په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې تر پیل وروسته له عرب لیګ څخه بهر کړای شوه.

سعودي عربستان، قطر او متحده عربي امارات د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر وړاندې د جنګیدونکو اسلامي جنګیالیو ملاتړ کوي. د سعودي عربستان پاچا سلمان ایران د عربي هیوادونو په چارو کې په ښکاره لاسوهنې تورن کړ. هغه وویل: «موږ یو وار بیا په عربي حوزه کې د ایران د تروریستې فعالیتونو د غندې پر خپلې پریکړې ټینګار کوو.»