1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست قومي مشران: ښوونځيو ته د نجونو تگ اجباري دی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۳۱, دوشنبه

د خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې قومي مشرانو پریکړه کړې ده، چې د نجونو زده کړې به جبري وي او هغه کورنۍ چې خپلې پر شرایطو برابري نجونې ښوونځیو ته ونه لیږي، پنځه زره افغانۍ به قوم ته د جریمې په توګه ورکوي.

https://p.dw.com/p/2y46R
Afghanistan - Schule - Mädchen
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Anwar Danishyar

د خوست په ځينو ليرو پرتو سیمو کې لا هم د کلتوري محدودیتونو له امله د نجونو زده کړو مخنیوی کیږي. خو د دې ولایت په موسی خېلو غرنۍ ولسوالۍ کې قومي مشرانو داسې پریکړه کړې ده، چې له مخې به یې له دې وروسته په دې سیمه کې د نجونو تعلیم جبري وي.

د سیمې یوه اوسیدونکي سیدالله حقمل په یاده ولسوالۍ کې د یوې غونډي پرمهال دا پریکړه ليک ووايه، چې په یوه برخه کې یې راغلي وه چې په موسی خېلو کې د نجونو زده کړې جبري دي او هر هغه کورنۍ چې ښوونځي ته پر شرایطو برابري نجونې ونه لیږي، قوم ته به پنځه زره افغانۍ ناغه ورکوي.

قومي مشران وایي، په دې پرکړې سره غواړي چې د نجونو زده کړې عامې کړي او په راتلونکي کې په طب او نورو برخو کې لوستې مېرمني ولري او کورنۍ روښانه کړي. د موسی خېلو یو قومي مشر منډایر منګل وويل: «که موږ نجونې په ښوونځیو کې ولرو، یا یې د طب په برخه کې ولرو، نو مرګونه او هغه ستوونزي راکمیږي چې اوس يې لرو او خویندي او میندي چې په کور کې تعلیم یافته ولرو ټول کور تعلیم یافته کوي.»

د سیمې اوسیدونکي وایي، پخوا ډیرو کورنیو د کلتوري محدودیتونو له کبله نجونې زده کړو ته نه پریښودې، خو اوس به ډیري نجونې ښوونځیو ته ولاړي شي، ځکه د دوی په باور په خوست کې قومي پریکړي ډېر اغېز لري.

د خوست ولایتي شورا غړي د دغه قومي پریکړې د هرکلي ترڅنګ دا د نجونو د زده کړو په برخه یو ښه ګام بولي. د ولایتي شورا مرستیال قدیم افغان وایي، که د نجونو زده کړو په برخه کې دا پریکړه ښه پایله ورکړي، دوی به د نورو سیمو له مشرانو سره جرګې وکړي، چې د نجونو د تعلیم په اړه ورته قومي پریکړي وکړي.

د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کابو سل زره نجونې ښوونځیو ته ځي او شاوخوا دوه زره نجونې په پوهنتونونو او نیمه لوړو زده کړو مؤسسو کې په زده کړو بوختې دي.

عرفان الله سمسور/ خوست