1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تایلنډ په سمڅه کې بند ماشومان د ژغورنې له پاره چمتو نه دي

۱۳۹۷ تیر ۱۶, شنبه

د ژغورنې ډله وايي د تایلنډ په یوه سمڅه کې بند پاتې ۱۲ ماشومان او د دوی روزونکی تراوسه پورې د لامبو داسې مهارتونه نه لري چې د سمڅې له اوبو ځانونه وباسي. په راتلونکو ورځو کې د لا ډیرو موسمي بارانونو ویره هم موجوده ده.

https://p.dw.com/p/30za2
Thailand Rettungsaktion Fußballteam aus Höhle
انځور: Thai Navy Seal via AP

تایلنډي ژغورونکو ویلي چې دوی ۱۲ ماشومان او د دوی یو تن روزونکی چې د تقریبا دوو اونیو راهیسې د تایلنډ په یوه سمڅه کې بند پاتې دي، لا هم تر اوبو لاندې د وتلو له پاره چمتو نه دي.

د شنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې په ۷ نیټه» د خپرو شوو تازه معلوماتو له مخې د دغو ماشومانو د ژغورنې د عملیاتو ځايي مشر نارونګسک اوساتاناکورن وویل چې لا هم د دې وخت نه دی رسیدلی چی دغه ماشومان دې په اوبو کې غوټه ووهي او ځانونه بهر ته ورسوي. د ژغورونکو ډلې بیا ویلي چې په سمڅه کې بند پاتې کسانو تر اوسه پورې دغه مهارت نه دی زده کړی چې څرنګه تر اوبو لاندې په تګ سره ځانونه بهر ته ورسوي.

Infografik Rettungsaktion in Thailand Höhle PT

سربیره پر دې بیا هم د جمعې په ورځ د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې نارونګسک وویل چې که چیرته شدید اورښتونه بیا پیل شي او د سمڅې په ځینو برخو کې د سیلاب راتلو سبب وګرځي، نو په دې صورت کې به غوټه وهونکي ژغورونکي سمدلاسه لاس په کار شي او دغه هلکان به بیرون ته وباسي.

د حل بله لار

په عین وخت کې بیا تایلنډي چارواکو د سمڅې د پاسینۍ برخې نه شاوخوا ۱۰۰ عمودي تونلونه ایستلي ترڅو په سمڅه کې بند پاتې ماشومانو ته د داخلیدو او د دوی د ایستلو یوه لار وموندل شي. نارونګسک په دې هکله وویل چې دوی اړ دي چې شاوخوا ۶۰۰ متره ژور تونلونه وکاږي او دغه کار په تپه کې د تیږو د شتون له کبله له ستونزو سره هم مخ شوی. نوموړي رسنیو ته وویل: «ځینې تونلونه ان شاوخوا ۴۰۰ متره کیندل شوي خو بیا هم د [بند پاتې] ماشومانو دقیق ځای نه دی موندل شوی.»

Thailand Rettungsaktion Fußballteam aus Höhle
انځور: picture-alliance/Photoshot

نارونګسک د خپلو خبرو په ترڅ کې د بند پاتې هلکانو د دقیق ځای مشخص کولو له پاره د پرمختللې ټکنالوجۍ نه شتون مني. هغه وویل: «موږ اټکل کوو چې دوی به تر ځمکې شاوخوا ۶۰۰ متره لاندې وي خو موږ په دقیقه توګه د دوی ځای هدف نه شو ګرځولی.» د ژغورنې د ځایي ډلې مشر نارونګسک همدا راز زیاته کړه چې موږ یو داسې نل لیکه جوړه کړې ترڅو پر مټ یې بند پاتې هلکاتو ته تازه هوا پمپ کړل شي.

د وخت نه شتون

بل لوري ته د تایلنډ د سمندري ځواکونو قوماندان ویلي چې ژغورنکي پرته له دې چې ژغورل شوي کسان له سختو لارې را ونه باسي نور ډیر کم انتخابونه په لاس کې لري. د تایلنډ د سمندري ځواکونو قوماندان په دې هکله وویل: «په لومړي سر کې موږ فکر کاوه چې [بند پاتې ماشومان] به د اوږدې مودې له پاره هلته د پاتې کیدو امکان ولري، خو اوس هر څه بدل شوي او موږ ډیر محدود وخت لرو.»

Tahiland Höhle Rettungsaktion
انځور: imago/Xinhua

د شنبې په ورځ دغه اعلان داسې مهال کیږي چې د تایلنډ د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتیر چې په خپله خوښه یې د بند پاتې شوو ماشومانو د ژغورنې په برخه کې لستوڼي بډ وهلي وو، د اکسیجن د نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. سامارن کونان هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ کله چې یې په اوبو کې د ژغورنې د ماموریت له پاره د اکیسجن ډبې ځای پر ځای کولې.

په عین وخت کې د تایلنډ د سمندري ځواکونو پر فيسبوک پاڼه باندې په خپرو شوو انځورونو کې د دغو بند پاتې ماشومانو په لاس لیکلی یو لیک هم ترسترګو کیږي. دغو ماشومانو د دوی د ژغورنې له پاره له ټولو مننه کړې او ټولو ته یې د مینې ښکارندويي کړې او د خوراک هیله یې څرګنده کړې ده.

Thailand Höhle Brief eines Tauchers
انځور: Reuters

د دغو فوټبالر ماشومانو روزنکي بیا له را ولاړ شوي دغه حالت په هکله بخښنه غوښتې او له ټولو یې د ژغورنې له کبله مننه کړې. نوموړي د دې ماشومانو له والدینو هم بخښه غوښتي. خو د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا بیا په سمڅه کې بند پاتې دغه ۱۲ ماشومان په ورسیه کې د نړیوال جام د لوبو لیدلو له پاره دعوت کړي دي. د فیفا مشرتابه ویلي چې دوی غواړي چې په تایلنډ کې بند پاتې ۱۲ ماشومان او د دوی روزنکی راتلونکې اونۍ د فوټبال نړیوال جام ته روسیې ته راشي او دغه مهمه لوبه له نږدې وګوري.