1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

د تایلند په يوه سمڅه کې د ماشومانو د ژغورني عملیات

۱۳۹۷ تیر ۱۸, دوشنبه

تر اوسه پوري د غره په سمڅه کې د بند پاته شویو ماشومانو له ډلې څخه یوازي څلور تنه یې ژغورل شوي دي. د نورو ماشومانو او د هغوی د روزونکي د ژغورنې هلې ځلې روانې دي.

https://p.dw.com/p/313l3
Thailand Höhle | Rettungsaktion Jugendliche
انځور: Imago/Zuma Press

ځايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د غره له سمڅي څخه ژغورل شوي څلور ماشومان روغتون ته استول شوي او د نورو د ژغورني هلې ځلې روانې دي.

له دوو اوونیو راهیسې ۱۲ ماشومان او د هغوی روزونکی په «تم لوانګ ننګ نون» سمڅو کې بند دي. چارواکو د هغوی له ډلې څخه د څلورو تنو د ژغورل کیدو خبر ورکړی دی. تر دې مخکې ویل شوي ول چې شپږ ماشومان له سمڅي څخه را ایستل شوي دي.

د دوشنبې په ورځ غوټه وهونکو یو ځل بیا د ژغورني ماموریت پیل کړ. دا هغه ډله ده چې تر دې مخکې یې د بند پاته ماشومانو څلور له اوږدې سمڅي څخه را وايستل. د تایلند د کورنیو چارو وزیر انوپونګ پاوجیندا، د دوشنبې په ورځ وویل چې اوبازان او غوټه وهونکي باید په دغو سمڅو کې چې ځینې برخې یې له اوبو ډکې ډي، د اکسیجن ډبې ځای پر ځای کړي.

ماموریت لا پای ته نه دی رسیدلی

د ټايلنډ په شمال کې د دویچه ویله خبریال فلورین نوش، وویل چې ژغورونکي د اوبو د سطحې د لوړیدو په اړه اندیښمن نه دي. هغه وویل: «زه فکر کوم چې د دې خبر کول ناسم نه دی چې ژغورونکي تر دې مرحلې پورې د ژغورنې له چارو راضي دي.»

هغه زیاته کړه چې اوس په سیمه کې باران دی، خو باران دومره شدید نه دی چې ستونزې رامنځ ته کړي.

نوش وویل: «موږ لا نه پوهیږ چې هغوی به کله د ژغورنې د ماموریت دویمه مرحله پیل کړي.»

اوس نو باید مخکې له دې چې د نورو ماشومانو د را ایستلو چارې پیل شي، باید د غره په دې ۶ کيلومتره اوږده سمڅه کې د اکسیجن زیرمې جوړې شي او سمڅي ته لا ډیر اکسیجن پمپ شي.

نوش د دویچه ویله له تلویزیون سره په خبرو کې وویل: «له بيره ډک دغه ماموریت لا تر اوسه پای ته نه دی رسیدلی. موږ تمه لرو چې د نورو ماشومانو د را ایستلو له پاره به دوو یا درو ورځو ته اړتیا وي.»

تر اوسه پورې څه روښانه شوي:

·   د ژغورنې د ماموریت په لومړی مرحله کې څلور ماشومان له سمڅي څخه را ایستل شوي او روغتون ته لیږدول شوي دي.

·   د ژغورنې د ماموریت مشر ویلي دي چې تر ټولو روغ رمټ ماشومان یې په لومړي سر کې له سوري څخه را ایستلي دي.

·   له دغو مشاومانو سره ۱۳ بهرني او کورني لامبو او غوټه وهونکي مرسته کوي چې هغوی ته لار وښيي.

·    د ژغورنې د ماموریت د دوام له پاره لا ډیر اکسیجن ته اړتیا شته.

·   د ژغورنې د ماموریت پر مهال په سیمه کې څو امبلولانسونه او څرخي الوتکې لیدل شوې دي.

د ژغورنې مغلق ماموریت: ځایي چارواکو ویلي دي چې ۱۳ بهرني او پنځه تایلندي لامبو او غوټه وهونکي د دغو ماشومانو د ژغورنې په ماموریت کې برخه اخلي. د راوتلو پر مهال باید ماشومان او لامبو او غوټه وهونکي له ډيرو تنگو لارو چې له خټو ډکې دي، د اوبو قوي موج او د اکسیجن له کمښت سره لاس او پنجه نرمه کړي. د جمعې په ورځ یو کس د ژغورنې ماموریت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له دوو اوونیو راهیسې بند پاتې: دغه ماشومان له ۱۱ تر ۱۶ کلن پوري دي او د جون له ۲۳مې نیټې راهیسې لا درکه ول. دغه ۱۲ ماشومان او د هغوی روزونکی د فوټبال تر تمرین وروسته د غره دې سمڅي ته ننوتي ول خو د بارانونو له کبله یې لاره بند شوه او ژغوونکو نژدې نهه ورځي وروسته د دغي سمڅي په يوه داسي ځای کي وموندل چي له اوبو خونډي وو.

تر دې وروسته به څه وشي: د ژغورنې د ماموریت چارواکو ویلي دي چې چارې به د ۱۰ او ۲۰ ساعتونو تر منځ موده کې پیل شي. د ماشومانو د راایستلو چارې د یکشنبې په سهار پیل شوې او تمه کیږي چې دوې یا درې ورځې به دوام وکړي. هر ځل چې ژغورونکي ځانونه د هغې سیمې ته چې ماشومان پکښې بند دي رسوي او بیا بیرته راوځي، ۱۱ ساعته وخت نیسي. ژغورونکي باید ژر تر ژره دغه ماشومان راوباسي ځکه تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې بیا بارانونه وشي.