1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو پاکستانۍ فعاله عاصمه جهانګير مړه شوې

۱۳۹۶ بهمن ۲۲, یکشنبه

د پاکستان د بشري حقونو وتلې فعاله عاصمه جهانګیر د یکشنبې په ورځ له دې نړۍ سترګې پټې کړي. د هغې د مرګ په هکله جزئیات تر اوسه روښانه نه دي، خو ویل کیږي چې هغه د زړه د سکتې له امله مړه شوې.

https://p.dw.com/p/2sTbA
Asma Jahangir eine renommierte Menschenrechtsaktivistin
انځور: privat

پاکستانۍ عاصمه جهانګیر په ۱۹۵۲م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې زیږیدلې. نوموړې د لاهور په کینیرډ کالج کې د لیسانس او بیا یې د پنجاب له پوهنتون څخه د حقوقو په څانګه کې لوړې زده کړې وکړې. په ۱۹۸۰م کال کې نوموړې په لاهور ښار کې د پاکستان د سترې محکمې له پاره د وکیلې په توګه په کار پیل وکړ. نوموړې د پاکستان د سترې محکمې د ټولنې لومړنۍ ښځینه مشره وه.

په ۱۹۸۳م کال کې هغه مهال چې جنرال ضیاالحق په واک کې وو، نوموړې په پاکستان کې د جمهوریت له پاره غږ اوچت کړ. نوموړې په دې ترڅ کې د جنرال ضیاالحق د دیکتاتور نظام پر ضد په لاریونونو کې مخکښه وه.

وروسته په ۲۰۰۷م کال کې عاصمه جهانګیر د پاکستان د بل پوځي دیکتاتور جنرال پرویز مشرف پر ضد د وکیلانو د پارونې په هڅو کې مهم رول ولوبوو چې له امله یې نوموړې نظر بند شوه.

عاصمه جهانګیر د پاکستان د بشري حقونو د څار د سازمان یو له بنسټ ایښودونکو څخه ده او نوموړې همدا راز په پاکستان کې د میرمنو د اکشن فورم تر نامه لاندې د پروګرام د جوړونې په برخه کې هم اساسي او کلیدي رول لوبولی دی.

عاصمه جهانګیر د خپلو مدني او بشري فعالیتونو له امله ګڼ شمیر لاسته راوړنې درلودې او په لوړه کچه یې د هڅو ستاینه شوې. نوموړې د بشري حقونو د چلند د عام کولو له امله د یونیسکو لخوا د بلباو انعام هم ګټلی. په ۲۰۱۰م کال کې هغې ته د خپلواکۍ ایوراډ هم ورکړل شوی دی.