د بارسلونا د برید د اصلي شکمن مجرم څرک لا نه سته
۱۳۹۶ مرداد ۲۹, یکشنبهپلټونکو تر تعقیب لاندي دغه کس یو عکس خپورکړی دی. دغه ۲۲ کلن ابو یعقوب د بارسیلونا ښار د ۱۰۰ کیلومترۍ په یوه کوچني ښار ریپول کي ژوند کاوه. هغه د هسپانیې په یوه بل ښار کامبریلس کي د برید پروخت شکمن وژل سوي مجرم ورور دی.
پلټونکي گمان کوي،چي د بارسیلونا او کامبریلس حملې د یوې شبکې لخوا تنطیم سوي وې، چي لږترلږه د ۱۲ تنو څخه متشکله ده. ددغو ۱۲ تنو څخه ۵ یې په کامبریلس کي ویشتل سوي او مجموعأ څلور تنه یې نیول سوي دي. نور یې هم پیژندل سوي دي او ترتعقیب لاندي دي.
د شکمن مجرم مور دخپل زوی تسلیمیدل غوښتي
د کاتلونیا راډیو ټلویزون د پولیسو په حواله رپوټ و رکړی دی، چي دبارسیلونا داصلي شکمن مجرم مور دخپل زوی څخه د تسلیمۍ غوښتنه کړې ده. ویل کیږي ، چه دغه کس فرانسې ته تښتیدلی دی.
کورنیو او خپلوانو د مجرمینو څخه ځانونه لیري کړي
د هسپانیې په کوچني ښار ریپول کي، چي د بارسیلونا او کامبریلس د بریدونو یوڅو شکمنو عاملینو ژوندکاوه، د هغو د کورنیو غړو او خپلوان واضح کړې ده، چي هغوی نه غواړي د ترهگرانو سره ارتباط ولري. ددغه ښار د ښاروالۍ په مخکي د هغوی دکورنیو او خپلوانو تقریبأ ۴۰ غړي سره راټول سوي وه او د هغوی څخه یې ځانونه لیري کړل. هغوی د ځانو سره شعارونه او پلاکاټونه درلودل، چي پر لیکل سوي وه:«نه زموږ په نامه». سربیره پردې هغوی په یوې دقیقې چوپتیا سره د کاتلونیا د ښارونو د ۱۴ قربانیانو او ۱۲۰ ټپیانو یاد هم وکړ.
پر بارسیلونا باندي حمله پلان بي((B ؤ
د کاتلونیاپولیس په اوس وخت کي د رسنیو هغه رپوټونه څیړي، د کوم پراساس چي د ریپول د ښار یو ملأ ددغو ترهگري بریدونو اصلي طراح دئ. لکه څنگه چي د کاتلونیا د کورنیو چارو وزیر یواکیم فورن تایید کړې ده، د شنبې په ورځ پولیسو د هغه کور د DNA په آثارو او څرک پسي تلاشي کړ، چي وروسته به د هغه د معایناتو څخه معلومات حاصل سي.
په تعمیر کي شکمني ترهگري شبکې ډیر انفجاري مواد ذخیره کړي وه، چي د پولیسو په اټکل یې کولای سوای په بارسیلونا کي تردې لا هم یوه لویه حمله سرته په رسولې وای.
نن یکشنبه د بارسیلونا په یوه کلیسا کي د قربانیانو د ویر او غم مراسم تر سره کیږي او عبادتونه کیږي.
پرورته موضوع زموږ له ارشیف څخه انځورونه وگورئ(20.12.2016)