1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اکتوبر د میلې پرمهال د ښځو جنسي آزار او زهیریدل

۱۳۹۷ مهر ۱۴, شنبه

د بایرن ایالت مرکز مونشن په جهان کي د بیرو، د بریڅل مخصوصي مالگیني ډوډۍ او چرمي پتلونانو په سبب شهرت لري. خو دغه میله خپل تیاره اړخونه هم لري. په هغه کي په تکرار سره ښځي زهیرول کیږي او یا د جنسي ازار سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/365Lo
Oktoberfest 2018 | DW-Interview mit Carmen & Isabella
انځور: DW/R. Staudenmaier

د اکتوبر د میلې پر وخت ډلي ډلي نارینه په لنډو چرمي پتلونانو او ښځي په لنډو لمنو کي د بیرو او ډول ډول خوراکونو د غرفو او دوکانو څخه په خوشالۍ او ساعت تیرۍ سره تیریږي. ډیرئ دې ته منتظر وي، چی د ماښام پر وخت کله چي یخني کیږي، د بیرو د غرفو ترڅنگ یو گرم ځای پیدا کړي. خو کله چي دا سوال رامنځته کیږي، چي ایا د دومره یوې لويي میلې پر وخت هغوی د اطمینان احساس کوي، نو ښځي د پولیسو او امنیتي قواوو ډیر لوی حضور ته اشاره کوي، کوم چي د اکتوبر د میلې ساحه ساتي.

مگر کله چی دا پوښتنه وسي، چي ایا د یوې ښځي په حیث د اکتوبر په میله کي ځان ډاډمن احساسوي، بیا نو د جواب ورکولو څخه ډه ډه کوي. خو د پولیسو دوسیو ته په کتو سره معلومیږي، چي پر هغوی باندي په تکرار سره حملې کیږي.

جنسي تجاوز او زهیریدل

داسي چي د مونشن پولیسو همدا د سږکال د اکتوبر په میله کي تر اوسه پوري پر ښځو باندي د جنسي ازار جرایمو ۲۱ قضیې ثبت کړي دي.

د سپټمبر پر ۲۲ د اکتوبر د میلې په اوله ورځ پولیسو یو ۲۵ کلن نارینه بندي کړ، چي پر یوې ۲۱ کلني فنلنډۍ باندي یې په بوټو او وښو کي جنسي تجاوز کړی ؤ.

Deutschland, Berlin: Oktoberfest
انځور: DW/T. Walker

یو څو ورځي وروسته یو بل چا چي تر اوسه پوري یې هویت تثبیت نه دی، دیوې ۴۳ کلني لمن ورپورته کړې او جنسي ازار یې ورکړی و. کله چي هغې ددې کار سره مخالفت ښوولی ؤ، نو دغه سړي د یوه لیټرو بیرو ډک گیلاس پر مخ باندي ورتوی کړ. پولیسو که څه هم په خپل مؤقتي بیلانس کي ویلي دي، چي پر ښځو باندي د جنسي آزار په پیښو کي د تیر کال په نسبت کمښت راغلی دی، خو بیا ډیرو ښځو ورسره د جنسي آزار پيښي ثبت کړي دي. داسي چه په ۲۰۱۷ م کال کي د جنسي آزار مجموعأ ۶۷ پیښي ثبت سوي دي، بیا په ۲۰۱۶ م کال کي هغه فقط ۳۴ وې. د پولیسو په حواله ددې کار یو علت دا دی، چي ښځي اوس تر پخوا ډیر جرأت کوي،چي دغه ډول پيښي ورسره ثبت او د خپل ځان دفاع وکړي.

 

اټکل کیږي، چي په دغه میله کي به پر ښځو باندي د جنسي آزار د پيښو واقعي تعداد نور هم لوړ وي. ځکه گومان کیږي، چي یوازي لږ دغه ډول پيښي د پولیسو سره ثبیتیږي او نوري تیاره پاتیږي

Deutschland Münchner Oktoberfest (2016)
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert

دا چي ولي په دغه ډول میلو کي ښځو ته ډیر جنسي آزار ورکول کیږي، د امریکايي ملي انستیتوت - NIAAA د معلوماتو پراساس د هغه علت د الکهولو ډیر استعمال او چښل دي. انستیتوت اضافه کوي، چي د الکهولو د چښلو پرمهال اکثرأ نارینه نسبت ښځو ته له کنټرول څخه وزي او په دغه ډول اعمالو باندي لاس پوري کوي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 29.01.2018)