د افغان مهاجرو له پاره د ټولنیز ادغام کورسونو چمتو کیدل
۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبهد آلمان د کار وزارت افغان پناه غوښتونکو ته د ټولنیز ادغام د کورسونو زمينه مساعدوي. د آلمان د کار وزارت د چهارشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۵مه نیټه) اعلان وکړ چې د دغه هیواد د کار آژانس (BA) او د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) ته یې یو مکتوب استولی دی او له نوموړو ادارو څخه یې په دې برخه کې د اقداماتو د عملي کولو غوښتنه کړې ده.
د کار وزارت دغه اقدام داسې توجیه کوي چې د ۲۰۱۶ کال په دویمه نیمایې کې د مهاجرو د منل کیدو چانس ۵۷،۱ سلنه وو نو له همدې امله دغه مهاجر په آلمان کې د اوږ مهاله پاتې کیدو ښه لرلید لري.
د «زود دویچه څایتونګ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې په حواله افغان مهاجرو ته د ټولنیز ادغام د کورسونو زمینې مساعدولو په هکله موضوع د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر او د کار وزیرې اندریا ناهِلس، تر منځ یوه شخړیزه موضوع وه.
د دغه رپوټ پر بنسټ د آلمان د کورنیو چارو وزارت نه غوښتل دا تائید کړي چې افغان مهاجر په آلمان کې د پاتې کیدو ښه لرلید لري. نوموړی وزات استدلال کوي چې د ۲۰۱۶ م کال په دویمه نیمایي کې د افغان مهاجرو د پخوانیو دوسیو د قبولۍ کچه تر ۵۰ سلنه یو څه لوړه شوې وه چې دا فیصدي نه شي کولی په آلمان کې د مهاجرو د منل کیدو پر متوسطې فیصدۍ دلالت وکړي.
که د منفي ځواب په نسبت د یوه مبدا هیواد د مهاجرو د قبلیدو فیصدي لوړه وي، په هغه صورت کې د نوموړي هیواد مهاجر په آلمان کې د پاتې کیدو ښه لرليد لري.
موضوع په آلمان کې د ۳۰ زره افغان مهاجرو پر سر ده. د دغې ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ د آلمان د کار وزیرې ناهِلس د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ته لیکلي دي چې «تر دې زیات دې نور دغه ارزښت لرونکی وخت نه پریږدې چې بې نتیجې تیر شي».
افغان مهاجر ښایي د ۲۰۱۷ کال په دویمه نیمایې کې (د ټولنیز ادغام له پاره) د دغو نویو اقداماتو له امکاناتو څخه برخمن شي.
دا په دې معنی چې ټول تازه راغلي مهاجر به د دې په نه پام کې نیولو سره چې انټرویو یې شوې که نه، دوسیې ته یې د رسیدګۍ بهیر تر بشپړیدو او یا هم د تجدید نظر د غوښتنلیک پر مهال د ژبې د کورسونو، مسلکي زده کړو کورسونو او ادغام له نورو پروژو څخه استفاده کولی شي.
د یادونې وړ ده هغه مهاجر چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنلیکونه منل شوي دي، مجبوره دي د ټولنیز ادغام او ژبې په کورسونو کې برخه واخلي.
په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو گالري: