د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه
۱۳۹۶ بهمن ۱۷, سهشنبهد متحده ایالاتو د ځواکونو له لوري په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د دوی ځواکونو د افغانستان په شمال ختیځ کې د طالبانو یو روزنیز مرکز په نخښه کړی دی. اعلامیه زیاتوي چې له دغه برید سره د یاغیانو له لوري «د چین او تاجیکستان پولې ته څیرمه د یوه ترهګریز عمل د پلان او تمرین مخه نیول شوې ده.»
په افغانستان کې میشتو د متحده ایالاتو د ځواکونو له لوري دا هم ویل شوي دي چې په دغه برید کې د افغانستان د ملي اردو تښتول شوي موټر هم له منځه وړل شوي دي چې ترې د بمي بریدونو له پاره کار اخیستل کیږي. ویل شوي دي امریکایي B-52 ډوله الوتکې ۲۴ رهبري کیدونکي دقیق توغندي توغولي دي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه هوایي بریدونه په اګست میاشتې کې د افغانستان په هکله د ولسمشر دونالد ترمپ د ستراتیژۍ تر اعلانولو وروسته په دغه هیواد کې د متحده ایالاتو د پوځ د نقش د پراخیدو یوه برخه ده.
د ترمپ د دغه اعلان وروسته امریکایي ځواکونو د افغانستان له هوایي ځواکونو سره په ګډه د ټول هیواد په کچه د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه زیات کړي دي.
امریکایي ځواکونو په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۰۰۰ هوایي بریدونه تر سره کړي دي، چې د ۲۰۱۶م کال په پرتله د تر سره شوو بریدونو دوه برابره زیات دي.
دغه هوایي بریدونو په داسې وخت کې تر سره کیږي چې افغان امنیتي ځواکونه د ټول هیواد په کچه د یاغیانو پر ضد جنګيږي، په داسې حال چې په لویو ښارونو کې، په ځانګړې توګه په کابل کې په وروستیو وختونو کې د یاغیانو بریدونو زور اخیستی.
زموږ له آرشیف څخه: