1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي له خپلې دندې استعفأ وکړه

۱۳۹۷ تیر ۵, سه‌شنبه

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمې، چې ولسمشر محمد اشرف غني، ته یو له نزدې کسانو څخه ګنل کیده «د شخصې لاملونو له کبله» يې له خپلې دندې استعفأ وکړه.

https://p.dw.com/p/30Hfy
Eklil Ahmad Hakimi Iran
انځور: picture alliance/dpa/F.Bahrami

حکیمې چې تر دې مخکې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر هم پاتې شوی دی، او د افغانستان له لویدیځوالو مرسته کوونکو سره د خبرو یو له اصلي ادرسونو څخه وو، پرته له دې چې د خپلې پریکړې د نورو لاملونو په اړه څه ووايي له خپلې دندې ګوښه شو.

حکیمي د مالیې د وزیر په توګه د خپل کار په دوره کې د افغانستان د مالیاتو او عوایدو د راټولولو په برخو کې اصلاحات رامنځ ته شول ترڅو پر بهرنیو مرستو باندې د دې هیواد اتکا کمه شي.

حکیمې روښانه کړه چې چهارشنبې (د ۲۰۱۸ کال د جون ۲۷مه) به یې د کار وروستۍ ورځ وي او خپل ځای به هغه کس ته چې ولسمشر یې د مالیې د وزیر په توګه معرفي کوي، خالي کړي.