1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد ته د افغان چارواکو ناڅاپي سفر

۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی او د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو تر څپې وروسته په یوه ناڅاپي سفر اسلام آباد ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2rnnR
Mohammad Masoom Stanekzai
انځور: dapd

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان وایي چې ځینې بریدونه د هغو عاملینو له لوري تر سره شوي دي چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره اړیکې لري.

د معصوم ستانکزي او ویس برمک سفر یوه ورځ وروسته له هغې تر سره کیږي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزات ویلي وو چې په تیر میلادي کال کې یې افغان چارواکو ته ۲۷ یاغیان سپارلي وو چې پکښې د حقاني شبکې غړي هم شامل وو.

زیاته شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او همداشان په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال هم دغه سفر تائید کړی دی.

د زاخلیوال د فیسبوک پر رسمي پاڼه یو انځور خپور شوی چې پکښې هغه له معصوم ستانکزي او ویس برمک سره ناست دی. له انځو سره په ګډ خپور شوي متن کې راغلي دي چې د افغانستان د ملي امنیت رئیس، د کورنیو چارو وزیر او زاخیلوال «د ولسمشر د ځانګړي بیړني پلاوي په توګه نن (د چهارشنبې ورځ) په اسلام آباد کې د پاکستان له لومړي وزیر او د دې هیواد د نظامي او استخباراتي مشرتابه سره د مهمو خبرو له پاره.»

افغانستان، د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) پر دې تورنوي چې لږ تر لږه د جنورۍ پر شلمه نیټه د کابل پر انتر کانتیننتل هوټل باندې د برید له پاره یې د یو عامل په رزونه کې لاس درلود. خو پاکستان له یاغیانو سره د مرستې تورونه ردوي.

اې پي

زموږ له آرشیف څخه: