1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهگرۍ پر ضد د مصر او اسرائیلو همکاري

۱۳۹۶ بهمن ۱۷, سه‌شنبه

ويل کيږي چې اسرائيل د مصر په اجازه د سينا پر نيمه ټاپو هوايي بريدونه ترسره کوي. دا خبره رسمي نه ده خو کارپوهان وايي مصريان پوهيدل چې حکومت یې دوه مخې لوبه پیل کړې ده.

https://p.dw.com/p/2sBDY
Anschlag Ägypten Sinai
انځور: AFP/Getty Images/M. El Shahed

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د معلوماتو په حواله د اسرائيلو حکومت د ۲۰۱۵م کال راهيسې د مصر د حکومت په اجازه په سينا نيمه ټاپو کې هدفونه په نخښه کوي. مصر له کلونو راهيسې  په شمال کې د ترهگرۍ له ستونزې سره مخامخ دی. په ۲۰۱۳م کال د ولسمشر عبدالفتاح السيسي، واک ته تر رسيدو راهيسې دغلته ترهگریزو فعاليتونو زرو اخیستی او مصر د دې ستونزې په برخه کې د اسرائیلو مرستې ته اړتيا لري. ځکه د مصر پوځ د وضعيت د کنترولو توان نه درلود او اسرائيلو ته یې په دې برخه کې د همکارۍ لاس ورکړ.

اسرائیل اوس له مصر سره په شريکه د يوې جهادي ډلې پر ضد جگړه کوي چې ځان ته د «سينا ایالت» «اسلامي دولت» وايي. دغه ډله پخوا «انصار بيت المقدس» نوميده او په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵مو کلونو کې یې په سينا نيمه ټاپو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه ترسره کړي ول او بالاخره په ۲۰۱۴م کال کې د «اسلامي دولت» ډلې سره يوځای شوه.

دا چې څه د دې سبب شول چې مصر له اسرائيلو څخه د مداخلې غوښتنه وکړي، په اړه یې په برلين کې د علم او سياست د موسسې د منځني ختيځ د چارو کارپوه گيدو شتاينبيرگ، وايي: «د سينا په شمال کې د اسرائيلو سره پر پوله  د يوه کوچني کلي نيول هغه څه وو چې د اسرائيلو د مداخلې سبب شول. دې ډلې وکړای شول چې په سينا ايالت کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي او دغه کلی چې دوی نيولی وو، يو څه موده په خپل کنترول کې وساتي. همدا هغه څه وو چې اسرائیلو په سينا نيمه ټاپو کې خپل فعاليت زيات کړل.»

مصر له يوه پلوه ځان تل د اسرائيلو مخالف ښکاره کوي خو له بل پلوه دغه دواړه هيوادونه بيا د ۲۰۱۳م کال راهيسې ډير نژدې شوي دي. د مصر حکومت تل ټينگار کوي چې د ترهگرو پر ضد مبارزه ورته مهمه ده. دوی يوازې «اسلامي دولت» ډلې ته اشاره نه کوي بلکې په دې توگه د اخوان المسلمين او د اپوزيسيون پر ضد هم پورته شوي گامونه او تدابير توجيه کوي.

د منځني ختيځ کارپوه گیدو شتاينبرگ، وايي چې مصريان پر دې پوهيږي چې حکومت یې دوه مخي کوي خو دوی ښايي ونه شي کولای چې د مخکې په څير خپل غږ پورته کړي. دی زياتوي: «موږ په مصر کې د ښکيلتیا د زياتيدو شاهدانو يو او پر خلکو فشار تر هغې هم زيات دی چې د حسني مبارک د واکمنې په وخت کې ليدل کيده. همدا د دې باعث کیږي چې د مصر حکومت اوس دا ويره نه لري چې پر دغه دوه مخي سياست به یې عامه بحثونه وشي.»

YPG Syrien Guido Steinberg
گيدو شتاينبيرگ په برلين کې د منځني ختيځ کارپوهانځور: DW/M. Aqil

شتايبيرگ زیاتوي: «پر حکومت ښکاره انتقاد به د مصر د ولسي ژورنالستانو له پاره ډیرې ناوړه پايلې ولري.»

هغه بمونه او بې پيلوټه الوتکې چې اسرائيل یې په مصر کې کاروي مشخص شوي نه دي، څو څوک د مصر او اسرائيلو ترمنځ په همکارۍ وپوهيږي. د شتاينبيرگ په آند دا د دوی تر منځ د تړون برخه ده. خو په مصر کې دا موضوع ډيره لانجمنه ده او د مصر د ولس له خوا د اسرائيلو سره د يوه داسې پراخ تړون په مقابل کې مقاومت ډير زيات دی. له همدې امله د اسرائیلو سره د حکومت دغه همکاري پټه ساتل کيږي. خو غير مشخصه وسله په دې معنا ده چې اسرائيل نه غواړي په مصر کې داخلي سياسي ستونزې بيا د يوه مقاومت د رامنځته کيدو باعث ونه گرځي.

دا چې د اسرائيلو دغه بريدونه به څومره گټور وي او د مصر له امنيتي ځواکونو سره به څومره مرسته وکړي په هلکه یې شتاينبيرگ وايي: «موږ نه يوازې په سينا نيمه ټاپو کې بلکه هر ځای ليدلی شو چې هوايي بريدونه يوازې هغه وخت اغيزناک وي کله چې ځمکني پوځونه هم اغيزناک چلن وکړي.»

دی زياتوي: «او په دې خبره کې زه شک لرم. که څه هم چې دغلته د اسلامي دولت ډله ضعيفه شوې خو وجه یې همدا هوايي بريدونه دي. د مصر پوځ تر ننه د ترهگرۍ سره د مبارزې کومه ځانگړې لاره نه ده موندلې.»

د شتانبيرگ له نظره د دې علت دا دی چې دوی هدفمندانه چلن نه کوي. په هر بريد کې د ملکيانو له منځه تلو خطر موجود وي او په دې توگه د بشري حقونو څخه د سرغړونې پيښې هم رامنځته کيږي. 

په ټوله کې په سينا نيمه ټاپو کې د مصر د دولت پر ضد کرکه او نارضايتي مخ پر زياتيدو ده. سربيره پر دې له ۲۰۱۶م کال راهیسې ترهگرو د مصر مرکزي سيمو ته هم مخه کړې ده او د مثال په توگه پر عيسويانو یې بريدونه کړي. دا د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د مصر د پوځ د ناکامې تگلارې نتيجه ده.

د گيدو شتايبيرگ په آند په سيمه کې د ترهگرۍ گواښ په ټوله کې اسرائيل، سعودي عربستان، مصر او همدا راز متحده عربي امارات يعني په سيمه کې د لويديځ مهم متحدين، د ۲۰۱۳م کال راهيسې يو څه سره نژدې کړي دي. دا ځکه چې د سعودي عربستان او د هغوی د عربي متحدينو لومړيتوبونه بدل شوي دي. دوی اوس د ایران څخه زياته ويره لري او له اسرائيلو څخه یې ويره مخ په کميدو ده. همدا دليل دی چې دوی د بهرني او امنيتي سياست په برخه کې له اسرائيلو سره زياته همکاري کوي.

Diana Hodali (B.S/M.S)

زموږ له آرشيف څخه: