1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپا پارلمان د بشري ویزې غوښتنه کوي

۱۳۹۷ مهر ۱۸, چهارشنبه

د اروپا پارلمان وکیلانو د داخلي مسایلو کمیټې د ۲۰۱۹م کال تر مارچ مياشتي پوري د بشري ویزې غوښتونکي سوه. هغوی وايي چي «اوس مهال اروپايي ټولني ته د هغو کسانو له پاره کافي قانوني لاري نه سته، چي پناه غواړي».

https://p.dw.com/p/36I5A
Mittelmeer Open Arms gerettete Bootsflüchtlinge
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

دغه خبره د اروپا پارلمان د هسپانيا سوسیال دیموکراټ وکیل لوپېز اگیولار نن چهارشنبه کاتولیکي خبري آژانس- KNA ته په بروکسل کي کړې ده. دغه وړاندیز ته د پارلمان د داخلي کميټې ۳۹ وکیلانو مثبته او لسو منفي رایه ورکړې ده. اگیولار د اروپا په پارلمان کي د بشري ویزې په اړه د رپوټ ورکولو مسئول دی.

د اگیولار په خبره په مدیترانه کي د وژل سوو کسانو لوړ تعداد د «منلو وړ نه دی. باید نور هم ډیر کوښښ وسي، څو له هغو خلگو سره چي ډیري ساتني او پناه ته ضروت لري، مرسته وسي».

د اگیولار په رپوټ کي همدارنگه راغلي دي چي د ۲۰۱۹م کال تر مارچ میاشتي پوري وخت شاید لږ وي، خو ددغي «موضوع د حساسیت په خاطر» هغه مشروعیت لري.

په رپوټ کي همدارنگه راغلي دي چي اوس د اروپايي ټولني په قوانینو کي داسي مقررات نه سته چي یو مهاجر څرنگه په قانوني ډول سره دې ټولني ته راداخلیدلای سي. ځکه نو مهاجر تقریبأ یوازي په غیر قانوني توگه دې ټولني ته راداخلیږي. په دې لار کي دوی قاچاقبرانو ته محتاجه دي، مجبوره دي خطرناکو لارو ته مخ کړي، ډیري پیسې ورکړي او له سختو کړاونو او سؤاستفادې سره مخامخ سي.

Mittelmeer - Flüchtling auf der MV Aquarius
انځور: Reuters/G. Mangiapane

اوس د بشري ویزې ورکولو له پاره د اروپايي ټولني ځیني هیوادونه ملي پروگرامونه لري، خو هغه د ټولي اروپايي ټولني د غړو له پاره اعتبار نه لري. کاتولیکي ټولني سانت اگیدیو- Sant'Egidio  مثلأ ایټالیا او فرانسې ته یوه بشري لار پرانيستې ده. په ایټالیا کي تر اوسه پوري دغه ډول ۱۰۰۰ ویزې ورکړل سوي دي.

بشري ویزه د اقامت ورکولو داسي اجازه ده چي د یوه شخص د ساتلو او ملاتړ په خاطر ورکول کیږي. دلیل يې کیدای سي، مثلأ د هغه په هیواد کي جنگ وي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 24.05.2018)