1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي روما قوم ستړی ژوند

۱۳۹۶ آذر ۱۱, شنبه

روما په اروپا کې تر ټولو لوی اقليت ته وايي. له هغوی سره د اروپا په اکثرو هېوادونو کې توپيري چلند کيږي.

https://p.dw.com/p/2oeOw
Roma in Bulgarien -Symbolbild für Armut
انځور: BGNES

هغه په ۱۶ کلنۍ کې واده ته مجبوره شو چې کورنۍ يې د مياشتې يوازې له ۲۵۰ يورو څخه ژوند کاوه. سره له دې هغه يو بريالی انسان دی. اتاناس ستويانف ۳۰ کلن دی او د بلغاريا په شمال کې په يوه کلي کې لوی شوی دی. هغه وايي چې دی په خپله سيمه کې د روما قوم لومړی کس و چې پوهنتون يې ويلی دی. د روما قوم په بلغاريا او د اروپا په نورو هېوادونو کې هم يو مهم اقليت تشکيلوي.

اتاناس ستويانف د چړو د جوړونکو له روما ډلې څخه دی، د ده ټولو نيکونو همدغه مسلک لاره. د ده پلار ته هم دغه مسلک په ميراث پاته و. خو کله چې د کمونيزم دوره په بلغاريا کې پای ته ورسېدله، د چړو د جوړولو مسلک خپل اهميت له لاسه ورکړ. له دې کبله د اتاناس پلار د ټرکټر مِستريتوب زده کړ او د هغه چلونکی هم جوړ شو، چې د خپلو ټولو اسلافو په مقايسه ده زيات درس ويلی و.

اتاناس ستويانف ډېر آرام او نرم غږ لري کله چې هغه د خپل ژوند په هکله کيسه کوي. نوموړی وايي:«زموږ په ټولنه کې عادي خبره ده چې په ۱۴، ۱۵ يا ۱۶ کلنۍ کې سړي ته واده برابر کړل کيږي. دا د دې علت هم دی چې ولې د روما قوم خلک اتم صنف لا نه بشپړوي چې په بلغاريا کې د ابتدايي ښوونځي پای دی.»

ستويانوف زياتوي چې له ابتدايي يا لومړني ښوونځي وروسته دی ورپسې بل مکتب ته هم ولاړ چې ډېرو خلکو په کلي ورته د حيرانتيا په سترګه کتل.

په اروپا کې د ټولو لږکيو اصلي اقليت

روما په اروپا کې تر ټولو لوی اقليت ته وايي. له هغوی سره د اروپا په اکثرو هېوادونو کې توپيري چلند کيږي. دوی په غربت کې ژوند کوي چې ويل کيږي ۸۰ سلنه کسان يې بيا د بې وزلۍ له ګواښ سره مخامخ دي. ډېر شمېر روما له نورې ټولنې څخه جلا په خاصو سيمو کې ژوند کوي او جلا مکتبونو ته هم ځي. په بلغاريا، هنګري او سلواکيا کې د اروپايي کميسيون په حواله ۶۰ سلنه روما ماشومان په ځانګړو مکتبونو کې زده کړې کوي چې درسي مواد يې خراب دي او په کومو کې چې هغوی له نورو ماشومانو سره تماس هم نه لري.

اتاناس ستويانف بيا هم په خپل ژوند کې ډېر بريالی دی. په ځوانۍ کې د واده سربېره يې وکولای شول چې د خپلو والدينو د مخالفت سربېره هم لوړې زده کړې وکړي. ستويانف اوس په بروکسل کې د روما د ادغام په يوه غير دولتي ټولنه کې کار کوي.

نوموړی کس اوس د اروپايي کميسيون له خوا په يوه کنفرانس کې برخه اخيستې ده. په کنفرانس کې داسې لارې چارې موندل کېدلې چې روما څنګه د تعليم او کار په برخه کې بهتره مدغم شي. په دغه کنفرانس کې د اروپايي ټولنې د عدليې، مستهلکينو او برابرۍ د چارو کميسارې، وېرا يورووا، وويل: «اروپا نور دا نه شي زغملی چې ځوان روما په دې کې بريالي نه شي چې استعدادونه يې پوره وروزل شي. د ځوانو روما هغه زياتېدونکی شمېر چې نه تعليم او نه کار کوي، د اندېښنې وړ دی. د سياسي پرېکړو کوونکي بايد په دقت سره د دې عوامل وڅېړي او ورسره وړ چلند وکړي.»

په بلغاريا باندې په تکرار سره تور لګول شوی دی چې په هېواد کې دننه له روما اقليت سره تعصب او توپيري چلند کيږي. د پرانيستې اروپا د اروپايي تګلارې انستيتوت پر بلغاريې باندې دا تور هم لګولی دی چې د روما کلي يې هسې نړولي دي. د دغې څېړنې په حواله د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې څه باندې ۵۰۰ کورونه نړول شوي دي چې ۹۷ فيصده ورڅخه په روما اوسېدونکو پورې اړه درلوده.