1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پناه غوښتونکي هم د لوی ائتلاف په اړه رای ورکوي

۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعه

عبدالرحمن عباسي یو سوریایي پناه غوښتونکی او د «سوسیال دیموکرات» ګوند غړی دی. هغه له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم د آلمان تابعیت نه لري خو بیا هم ورته مهمه ده چې د لوی ایتلاف په اړه خپله رایه او نظر ورکړي.

https://p.dw.com/p/2sP0i
Abdulrahman Abbasi
انځور: privat

د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند تر اوږدو خبرو اترو وروسته د دې هیواد د محافظه کاره ګوندونو له اتحاد  سره د ائتلافي حکومت پر جوړلو یوه توافق ته ورسید. اوس به نو د سوسیال دیموکرات ګوند ۴۶۰ زره غړی باید وروستۍ پریکړه وکړي چې ایا غواړي ګوند یې یو ځل بیا په ائتلافي حکومت کې شریک شي او که نه. په دغو کسانو کې به هغه پناه غوښتونکي چې لا د آلمان تابعیت نه لري هم شامل وي. د سوسیال دیموکرات ګوند ته نزدې سرچیني وایي چې د دې ګوند شاوخوا اووه زره غړي داسې کسان دي چې آلمان تابعیت نه لري. د هغوی له ډلې څخه یو عبدالرحمن عباسي دی چې له دویچه ویله سره یې خبرې کړې دي.

دویچه ويله: ښاغلی عباسي، تاسو د آلمان تابيعت نه لرئ خو بیا هم کولی شئ چې د دې هیواد د سیاسي راتلونکې په اړه پریکړه کې برخه واخلئ. په دې اړه څه احساس لرئ؟

عباسي: دا زما له پاره ډير ارزښت لري. که څه هم زه لا تر اوسه پورې د آلمان تابيعت نه لرم، خو زه ځان په دې ټولنه کې شریک بولم. زه په ګوتينګن کې د غاښونو طب په رشته کې تحصيل کوم او له څلورو کلونو راهيسې په آلمان کي اوسیږم. زه حقوق او مسوليتونه لرم، په ټولنيزو او سیاسي چارو کې فعاله ونډه لرم. د نوي حکومت په اړه رای ورکول زما له پاره ځکه ډیر ارزښت لري چې کولی شم له دې لارې پر ټولنه باندې چې زه یې هم برخه یم، اغیزه ولرم.

دويچه ويله: د دغه شان رای ورکولو حق لرل، ستاسو په نظر په ټولنه کې د ادغام په معنی ده؟

عباسی: په یقین سره. زه فکر کوم چې پناه غوښتونکي بايد د دې ځای سیاسي سیستم وپيژني او د هغې په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړي. هغوی باید په دې هم پوه شي چې په آلمان کې کوم سیاسي سیستم ډیر علاقمندان لري او له ځانه باید وپوښتي چې «آيا موږ د دغې ټولنې يوه برخه يو؟»

کله چې دوي ځانونه د دغې ټولنې د يوې برخې په توګه وويني نو هغوی به هم رایه ورکړي. تر دې وروسته به هغه د هغو سیاسي پریکړو اغیزې وروسته احساس شي چې د دوی پر ژوند به یا منفي او یا هم مثبت وي. زما له پاره دغه ډول ګډون کول په دې معنی ده چې ما د يوه پناه غوښتونکي په توګه په ټولنه کي د ادغام پر لور يو ستر ګام پورته کړی.

Koalitionsverhandlungen von Union und SPD Schulz Seehofer Merkel
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

دويچه ويله: تاسو ته د رای ورکولو په دې بهیر که کومه برخه په زړه پورې ده، د آلمانیانو له خوا رای اچونه کې د پناه غوښتونکو له خوا د رای ورکړه؟

عباسی: زما له پاره د آلماني ټولنې د پناه غوښتونکو برخه په زړه پورې ده. زما پریکړه یوازې د پناه غوښتونکو او د هغوی د مسایلو په اړه نه ده، بلکه د هغه حکومت په اړه ده چې د آلمان د ټولو خلکو له پاره، له اتباعو نیولو بیا تر بهرنیو پناه غوښتونکو، جوړیږي. زه خپله د راي ورکولو پريکړه په دې پورې تړم چې نوي حکومت په هيواد کي د ټولو خلکو له پاره څه کوي، نه يوازې د مهاجرو له پاره.

دويچه ويله: د ايتلاف د جوړولو پر سر توافق شوی دی، تاسو د سوسيال ديموکرات ګوند د غړي په توګه د شوي توافق په اړه څه فکر کوئ؟

عباسي: دا ډيره سخته پريکړه ده چې لا تر اوسه مې پرې فکر نه دی کړي. دا زما له پاره زورونکې ده چې چې د بايرن د سوسیال مسيحي ګوند یو غړی د کورنیو چارو وزیر شي. که له یوې خوا ډیر ناخوښ یم چې هورست زیهوفرد، د کورنيو چارو وزیر په توګه وټاکل شي نو له بلې خوا زما په اند د اقليت حکومت او يا بیا ځلې ټاکني هم ښې نه دي. په اوس وخت کي مې رايه منفي ده.

دويچه ويله: که د راتلونکې حکومت د جوړیدو خبرې یو اړخ ته پریږدو، تاسو د پناه غوښتونکو د سیاست په هکله څه نظر لرئ؟

عباسی: که رښتیا ووایم نو زه د ګوندونو تر منځ د کورنیو د الحاق پر سره له رامنځ ته شوي توافقه راضي نه یم. که مرکزي حکومت په مياشت کې د کډوالو د کورنیو، یوازې زر غړو ته آلمان ته د راتلو اجازه ورکړي نو ځيني پناه غوښتونکي بايد پنځه کاله د خپلو کورنيو د غړو راتلو ته انتظار وباسي. دغه ډول قانون د ادغام له پاره ښه  نه دی ځکه موږ پوهيږو چې کسان د خپلې کورنۍ غړو ته اړتيا لري تر څو دلته خپل نورمال ژوند پيل کړي. ادغام مهم دی او موږ بايد خلکو ته دا احساس ورکړو چې هغوي له دې ځايه سره تړاو لري او وروسته له يو يا دوه کلونو څخه نه اخراجيږي.

یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: