د آلمان کوم ایالتونه افغان مهاجر اخراجوي؟
۱۳۹۷ مرداد ۴, پنجشنبهدغه نظر پوښتنه چې د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو د وزارتونو پر معلوماتو ولاړه ده، له مخې يې زیاتره د بایرن، زاکسن او میکلنبورګ فورپومن، ایالتونه بې له کوم محدودیته نه منل شوي افغان مهاجر خپل ټاټوبي ته استوي.
د روان میلادي کال تر جون میاشتې پورې د آلمان د مرکزي حکومت او ایالتونو تر منځ یو توافق موجود وو چې یوازې د هغو افغانانو اخراج یې ممکناوه چې د آلمان امنیت ته خطر وي، کوم جرم یې کړی وي او یا هغه کسان چې له آلماني چارواکو سره د خپل اصلي هویت په ښوولو کې مرسته نه کوي.
اوس هر ایالت په خپله پریکړه کولای شي چې څوک باید افغانستان ته اخراج شي. د آلمان ډیر ایالتونه افغانستان ته د مهاجرو د اخراج لړۍ د ځنډولو علت د دغه هیواد کړکیچن امنیتي وضعیت ښيي.
همداشان د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د وضعیت په هکله یوه داخلي او محرمه اروزنه چې ایګزکت، تر لاسه کړې ده په افغانستان کې د ملکیانو ژوند له خطر سره مخامخ اټکلوي.
زموږ له آرشیف څخه: