1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان کابينې د کډوالۍ نوي قوانين تصويب کړل

۱۳۹۷ مهر ۱۰, سه‌شنبه

د آلمان ائتلافي حکومت د کابينې په خپله غونډه کې د کډوالۍ نوي قوانين تصويب کړل. دا آلمان ته د مسلکي کډوالو د راتگ په برخه کې تعليم، سن او مالي امنيت ته لومړيتوب ورکوي او د کاناډا د کډوالۍ د ماډل پر اساس دي.

https://p.dw.com/p/35qlJ
Deutschland Berlin Horst Seehofer präsentiert Masterplan Migration
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/M. Heine

د آلمان ائتلافي حکومت د سه شنبې (۲۰۱۸ م کال د اکتوبر ۲ ) په سهار اعلان وکړ چې د کډوالۍ پر هغه پاليسۍ سره سلا شوي چې له څو مياشتو راهيسې يې په اړه بحثونه روان ول.

نوي قوانين د کاناډا د مهاجرت قانون پر اساس دي چې تل ډير ستايل کيږي. د دغو نوو قوانينو د مسودې له مخي چې ژوناليستانو ته لېږل شوې ده، داسي ښکاري چې دغه قوانين به بې وزلو او بې سوادو کډوالو ته آلمان راتگ لا پسې ستونزمن کړي.

دا تړون «د پناه غوښتنونکو او کارگرو مهاجرو تر منځ د توپير اصول تعقيبوي» او دا تضمينوي چې څوک چې په آلمان کې د پناه غوښتني قانوني حق لري، هغه به د دې قوانينو تر عملي کيدو وروسته هم دا حق ورلري.

د آلمان مسيحي اتحاد گوند ته دا خبره ډيره مهمه وه چې د پناه غوښتنونکو او مسلکي کارگرانو د راغوښتلو ترمنځ واضح توپير موجود وي.

خو د دې قوانينو لنډیز دا دی چې هغه کډوال چې د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو اتباع نه دي او غواړي چې آلمان ته راسي، بايد لوړي زده کړي ولري او په دغه هيواد کې وار دمخه يې لا کار موندلی وي.

له دې څخه داسي ښکاري چې هغه څوک چې غواړي آلمان ته د کار له پاره راسي بايد مخکي يې لا په يوه شرکت يا اداره کې ځان ته کار موندلی وي. که نه آلمان ته يې د راتگ اجازه نه شته.

د آلمان د ائتلافي حکومت ترمنځ په هوکړه کې راغلې دي چې: «موږ له دريم هيواد څخه هیڅ غير مسلکي مهاجر نه غواړو.»

د کاناډا د ماډل په څير احتمالي مهاجر به د هغه د تعليم، سن، د ژبې د زده کړې، د کار د وړانديز (يوه شرکت ورته ويلي وي چي موږ کار در کوو) او «مالي مصئونيت»  له مخې درجه بندي کيږي.

د ښه مدغم شوي رد شوي کډوال له پاره کوم امتياز نه شته

د کډوالۍ دا تړون د کار د وزير هوبرتس هايل د کورنۍ چارو وزیر هورست زېهوفر او صدراعظمې انگلا ميرکل لاسليک کړی دی.

زېهوفر واک ته تر رسيدو راهيسي د آلمان د کډوالۍ د قوانينو د اصلاح هڅه کوله او په جون مياشت کې یې گواښ کړی وو چې که غوښتنې یې ونه منل شي، استعفا به وکړي.

په نوو قوانينو کې دې ته په اشارې سره چې آلمان لا زياتو مسلکي کارگرانو ته اړتيا لري، ويل شوي: «بهرني مسلکي کارگران لا دمخه د آلمان د اقتصاد په پياوړتيا او سيال ساتلو کې ډيره مهمه ونډه لري.» 

يوه مسئله چې په دې تړون کې نه ده ياده شوې د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند له خوا هغو مهاجرو ته د يوه خاص موقف او يا امتياز د ورکړې غوښتنه ده چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده، خو هغوی په ټولنه کې په ډيره ښه توگه مدغم شوي دي.

د کار وزير هايل د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې زېهوفر په دې هکله ويلي دي چې حکومت بايد په دې مورد کې ډير غور وکړي او «داسې خلک په ناسمه توگه اخراج» نه کړي.

د دې قوانينو له مخه به د حکومت دا حق هم پر ځای پاته شي چې په ځينو مشخصو مسلکي کتگوريو کې کډوالو ته د کار اجازه ور نه کړي.

Reuters,dpa (B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: