د آلمان سمندري عسکرو په لسونو مهاجر له اوبو وژغورل
۱۳۹۶ آذر ۲۳, پنجشنبهد آلمان سمندري ځواک د ليبيا ساحل ته نژدې تقريبا۱۰۰ مهاجر له اوبو څخه ژغورلي دي. د «مېکلنبورګ فورپومرن» په نوم د آلمان د سمندري پوځ کښتۍ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۷م کال د دسمبر ۱۳مه نېټه) د طرابلس په شمال کي له يوې ربړي کښتۍ څخه چي تر اندازې زيات انسانان پکښې سپاره ول، دغه مهاجر ژغورلي دي. د دغې پيښي په هکله معلومات د آلمان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ورکړي دي.
ويل سوي دي چي هغه ۱۰۲مهاجر چي په اوبو کي د بېړني حالت سره مخامخ سوي ول، تکل يې درلود چي د اېټاليا و سيسلي ټاپو ته ځان ورسوي. زياته سوې چي په ژغورل سوو مهاجرو کي دوې مېرمني، يو د تي کوچنی او ۱۵ ماشومان هم شامل دي.
د آلمان د دفاع وزارت په خپلو معلوماتو کي ويلي چي هغه ربړي کښتۍ چي ورباندي دغه مهاجر سپاره ول، د مهاجرو د را ايستلو وروسته د عسکرو له خوا ډوبه کړل سوې ده، ولي چي نورو کښتيو ته يې ښايي ګواښ جوړ کړی وای.
د «سوفیا عملياتو» په نوم ماموريت چي د ۲۰۱۵م کال له می مياشتي څخه پېل سوی، په ترڅ کي يې آلماني سمندري عسکرو تر اوسه تقريبا ۲۲ زره انسانان له سمندره ژغورلي دي.
dpa(A.A/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: