1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د کار وزیر د مدغم شویو مهاجرو پر اخراج نیوکه کړې

۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبه

د آلمان له سوسیال دیموکرات ګوند (SPD) څخه د کار د چارو وزیر هوبېرتوس حایل، په ښه توګه په ټولنه کې د مدغم شویو پناه غوښتونکو او مهاجرو د اخراجولو له کبله د دغه هیواد پر ایالتونو نیوکړه کړې.

https://p.dw.com/p/31T9T
Berlin Hubertus Heil stellt Rentenkonzept vor
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان د کار د چارو وزیر هوبېرتوس حایل، د یکشنبې په ورځ د (اوګسبورګر الګماين) رسنۍ ته وویل: «په حقيقت کې ځينې وختونه زه داسې احساسوم چې غلط خلک له آلمان څخه اخراجيږي».

نوموړي د دې کار د منفي پایلو څخه خبردارې ورکړ، په ځانګړي توګه د هغو شرکتونو له پاره چې مهاجر او پناه غوښتونکي په کار ګماري.

د آلمان د کار د چارو وزیر ټینګار وکړ چې ګوند یې (سوسیال دیموکرات ګوند) غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې هر ځوان مهاجر وکولی شي په آلمان کې خپلې مسلکي زده کړې پای ته ورسوي او بیا دوه کاله په دغه هیواد کې د پاتی کیدو چانس ترلاسه کړي.

نوموړی وایې چې دا په اصطلاح د ۳+۲ قاعدې (درې کاله زدکړې دوه کاله د کار تلاښ) سره د آلمان په مختلفو ایالتونو کې مختلف چلند کیږي. د هغه په خبره تر ټولو خراب چلند ورسره د CSU یا مسیحي سوسیال اتحاد ګوند د حکومت له خوا په کنترولیدونکي ایالت بایرن کې کیږي، بی له دې چې کوم ارقام وړاندې کړي.

 حایل زیاته کړه: «دا جنجال دی د هغو شرکتونو له پاره چې ځان ښکیلوي او پانګونه کوي. دا باید تغير وکړي».

د آلمان د کار د چارو وزیر په عین وخت کې د دغه هیواد د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې نيمګړتیاوي تائید کړې.

هغه وویل: «تر اوسه پورې ۲۲۰ زره مهاجرو ټولنیزې بیمې ترلاسه کړي دي، خو طبيعي ده چې دا شمیرې کمې دي». نو له همدې امله باید د پناه غوښتونکو د اقامې وضعیت په ډاډمن او چټک ډول روښانه شي. «سربیره پر دې مونږ د کار او مسلک اړونده بهتره ژبې، د وړتیاو پيژندنې او د ښوونې او روزنې په برخه کې لا زیاتو هڅو ته اړتیا لرو».