1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د يووالي ورځ: آلمانان يو د بل په اړه څه فکر کوي؟

۱۳۹۷ مهر ۱۱, چهارشنبه

آلمان ۲۹ کاله دمخه د برلين ديوال تر نړيدو وورسته بيرته يو هيواد دی. په دغه هيواد کې اوس ۸۳ ميلیونه انسانان ژوند کوي، چې ورته راکډه شوي او مهاجر هم پکښې شامل دي. آیا سړی هغوی او د هغوی کرکترونه سره درجه بندي کولای شي؟

https://p.dw.com/p/35uUx
Berlin Public Viewing Euro 2012
انځور: AP

ځيني خلک د آلمان د ويسفالن ايالت اوسېدونکي سرزوري، غلي او سرټمبه بولي. د دې ايالت په اوسيدونکو پسې ډېري ټوکې هم جوړې شوي دي. همدا راز ټوکې د آلمان د ټولو شپاړسو ايالتونو خلک يو بل پسې کوي او په دې توگه يو په بل پسې ځيني مشخصات تړي. نه يوازې د ويستفالن اوسيدونکي، بلکې د آلمان د شمال خلک هم سرټمبه بلل کيږي. د بايرن اوسيدونکي بيا سخت طبيعته، د جنوب لويديځ اوسيدونکي چې شوابن يا شوابيا ورته ويل کيږي، زيارکښ او سپماگر او همدا شان د راينلند د سيمې اوسيدونکي خوش طبيعته او  د پرانيستي فکر خاوندان بلل کيږي. ويل کيږي چې د زاکسن ايالت وگړي بيا ډير پر ځان باوري دي.

خو آیا دا سمه ده چې له ټولې نړۍ څخه د يوه نوي هېواد په لټه راغلي خلک په دې ټوگه يو او بل د کرکتر له اړخه درجه بندي کړي؟ د بن پوهنتون د کلتوري مطالعې او سيمه ایز تاريخ د انستيتوت مشره ډاکتر داگمر هېنل په دې اړه وايي: «د يوې سيمي د خلکو په اړه دغه ډول یو انځور وړاندې کول سمه خبره نه ده. ځکه ستیريو ټايپ يا څوک د يوه خاص تعريف لاندې راوستل تل داسې وي لکه په چا چې يو تور پوري شي.»  هېنل زياتوي: «دا په دې معنا چې سړی بايد ټولو ته په يوه سترگه و نه گوري».

Dr. Dagmar Hänel, Leiterin des Bereichs Volkskunde im LVR-Institut für Landeskunde (Landschaftsverband Rheinland)
ډاکتره داگمر هېنلانځور: LVR/D.Schmitz

خو د کرکتر له لحاظه يو او بل پر دې ډول کتگوريو ويشل او دغه ډول ځيني تصورات لا له دوو، درو او يا حتی څلورو سوو کالونو راهيسې موږ بدرگه کوي. ځيني بيا له وخت او زمان سره بدلون مومي. خو ډيري یې نه. ځکه زموږ په کلتوري ياداښت کې ډير ژور اخښل شوي وي.

خو موږ ولې دا کوو، په اړه یې ډاکتر داگمر هېنل وايي: «موږ دا کار ځکه کوو چې په دې توگه راته دا پيچلې او پراخه نړۍ يو څه منظمه ښکاري.» هغه زياتوي: «کله چې زه په يوه موټر کې پر لويه لار روانه يمه او په مخکې مې يو کوچنی موټر پر سړک يو ډول عجب روان وي نو هغه تصور چې ښايي «ښځه جلو ته ناسته» ده، تائيد شي او زه داسې فکر وکړم چې هو ښځې خو موټر سم نه شي چلولی.»

خو د يوې سيمې خلک چې ځيني خاص عادتونه او دودونه لري، همدا د دې سيمې د خلکو پيژنگلوي او هويت جوړوي. تل دا پوښتنه راپورته کيږي چې دا شيان، دودونه او رواجونه څوک رامنځته کوي؟ خو واضح ده دا شيان په ډيره سادگۍ نه رامنځته کيږي، بلکې تر ځانگړو تاريخي شرايطو لاندې رامنځته کيږي.

هغه څه چې نن ورته آلمانان د خپل هويت جوړونکي دود په سترگه گوري، لکه د مونشن ايالت «اکتوبر فيست» (د اکتوبر جشن) او يا د راينلند ايالت د کارنيوال ميله، چې په ۱۹مه پېړۍ کې رامنځته شوي، د يوه ملت د رامنځته کيدو په ترڅ کې رامنځته شوي دودونه دي.

Weiberfastnacht in Köln
په کلن ښار کې د کارنيوال مېلهانځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

خو آلمان ته د باندنيو کډوالو راتگ اوس سخت تر بحث لاندې دی. په دې اړه  بحث کيږي چې څرنگه يو څوک چې له بهره راځي، د دې ځای له کلتور سره ځان عيار کړي؟ د هېنل په  خبره یې لومړۍ گام بايد داوي چې آلماني ژبه زده کړي. ځکه پر ژبه حاکميت د ژوند د ټولو برخو کيلۍ ده. له يوه بل ډول ژوند او يا کلتور سره سړی ځان هله ښه عيارولای شي چې د هغه ځای له خلکو سره په تماس کې شي، پر توپيرونو غږيږي او په دې توگه د يو او بل د پيژندو له لاري یې يو له بله د خطر او يا ويرې احساس له منځه ولاړ شي.

خو کار هغه وخت ستونزمنيږي چې د ځايي اوسيدونکو ترمنځ د سياست او يا هم د رسنيو له لارې داسې بيره خپره کړله شي چې له دباندي راغلو انسانانو څخه يو څه خطر متوجې دی. بحراني حالتونه تل داسې حالتونه وي چې انسانان بيريدلي او غير مطمئن وي. 

خو له بهر څخه راغلي يعني مهاجر او کډوال هم يوازې د خپل کلتوري هويت په ساتلو سره دلته يو خوښ ژوند تیرولی شي.

د بن د کلتوري مطالعې او سيمه ایز تاريخ د انستېتوت مشره داگمر هېنل په دې اړه وايي: «زما په آند دا يوه طبيعې پروسه ده چې سړی يو وخت په آرام سره په دې اړه فکر کوي چې زما د کلتور کوم شی ماته تر ټولو ډير مهم دی او اړتيا ورته لرم.»

هېنل زياتوي: «سړی بيا يو څو شيان را جلا کوي او له نويو شيانو سره یې يوځای کوی. زه په دې عقيده نه يم چې سړی دې خپل ماضي په بشپړه توگه هيره کړي، بلکې زه فکر کوم چې سړی یې په رغنده توگه په نوي ماحول کې عملي کولی شي.»

زموږ له آرشيف څخه: