1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مهاجرت په نوي توافق کې کومې موضوعګانې راغلي؟

۱۳۹۷ مهر ۱۱, چهارشنبه

د آلمان د ائتلافي حکومت شریکان د مهاجرت په تړاو یوه توافق ته سره رسیدلي دي. د توافق له مخې به د غیر اروپايي هیوادونو مسلکي وګړي وکړای شي چې په اساني سره آلمان ته د کار له پاره راشي.

https://p.dw.com/p/35uhY
Flüchtlinge als Fachkräfte
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د مهاجرت په تړاو په آلمان کې دوه اساسي پوښتنې موجودې دي: په آلمان کې د مسلکي کاري قوې تشه څرنګه له غیر اروپايي هیوادونو څخه د مهاجروتونو په واسطه ډکیدای شي؟ د هغه کسانو برخلیک به څه شي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه رد شوې خو کار یې موندلی او په ټولنه کې ادغام شوي دي؟

د آلمان ایتلافي حکومت پر لاندینیو کلیدي موضوعګانو باندې موافقه وکړه:

د رد شویو پناه غوښتونکو راتلونکې

آلمان غواړي له دې قانون څخه په استفادې سره له نورو هیوادونو څخه د کار مسلکي او ماهر قوه جذب کړي. له دې قانون سره به دغه کسان وشي کړای چې په اسانۍ آلمان ته راشي. البته چې روزنه او تعلیم په دې برخه کې مهم نقش لوبوي. هغه کسان چې د پوهنتون د فراغت سند لري، له ډیر وخت راهیسې په آلمان کې د دې چانس موجود دی چې په اصطلاح شین کارت ترلاسه کړي. خو اوس نور کسان هم کولای شي چې ورته چانس ولري. د هغوی په ډله کې هغه مهاجر هم شامل دي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې، خو د نورو لاملونو له کبله نه شي کولای چې خپل هیواد ته ستانه شي.

د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو د فدرالې ادارې په حواله د ۲۰۱۸ کال د جون میاشتې په پای کې ۲۳۰ زره داسې کسان په آلمان کې اوسیدل چې په اصل کې باید له دې هیواده وتلي وای. د هغوی له ډلې څخه یوازې ۱۷۴ زرو تنو ته یې داسې اسناد ورکړل شوي چې د اوس له پاره له اخراخه استثنا ګرځول شوي دي. د نوي قانون له مخې دغه کسان کولای شي د یوې دایمې وظیفي له موندلو سره په آلمان کې د پاتې کیدو ښه اسناد ترلاسه کړي.

د اصلي دریځ نه بدلون

د دوشنبې د شپې په توافق کې راغلي دي: «موږ د پناه غوښتنې او د کار د قوې مهاجرت تر منځ د توپیر اصل ته وفاداره پاتیږو.» دا څرګندوي چې د آلمان سوسیال دیموکرات ګوند یا SPD نه دی توانیدلی چې خپلو ټولو اهدافو ته ورسیږي. خو پر دې سربیره هم داسې یو توافق رامنځ ته شوی چې په ټولنه کې ښه ادغام شوي رد شوې مهاجر په آلمان کې د پاتې کیدو چانس لري.

د آلمان د ټولنیزو چارو وزیر هوبیرتوس هایل چې د سوسیال دیموکرات له ګوند څخه دی، ویلي دي چې په قانون کې باید په آلمان کې د اقامت د اسنادو په اړه د دغه شان کسانو له پاره مشخص معیارونه رامنځ ته شي. خو لا تر اوسه پورې دغه معیارونه روښانه نه دي.

د محدودیتونو کمیدل

تر اوسه پورې مسلکي کارکوونکو او اکادمیکو کسانو چې زده کړې او روزنې یې لرلې یوازې په هغه صورت کې په آلمان کې د کار چانس لره چې د آلمان د کار فدرالې ادارې د کار په بازار کې هغوی ته اړتیا لیدلې وای. خو اوس دغه وضعیت بدلون مومي ځکه محدودیتونه له منځه ځي. هر هغه کس چې مسلکي زده کړې یې کړي وي او د کار قرار داد یې لاسلیک کړی وي، کولی شي چې دنده ترلاسه کړي. تر دې مخکې قانون داسې وو چې لیدل کیدل ایا دغه دنده د آلمان د یوه وګړي له خوا ترسره کیدای شوای او که نه. اوس نو دغه قاعده له منځه ځي. خو حکومت بیا هم دا حق د ځان له پاره محفوظ کړی چې د ځايي کارکوونکو د ملاتړ له پاره تدابیر ونیسي.

د سفر او کار لټولو په برخو کې اسانتیا

په راتلونکې کې به هغه کسان چې آلمان ته له کارکولو سره لیوالتیا لري، وشي کړای چې د شپږو میاشتو له پاره دې هیواد ته راشي او کار ولټوي. د دې له پاره شرط د مسلکي زده کړو او یا هم رزونو لرل دي. دغو کسانو ته بیا په آلمان کې ټولنیزې مرستې نه ورکول کیږي.

د ایتلاف په توافق کې راغلي دي: «خو دې اصل ته وفاداره پاتیږو چې دغه کسان باید آلمان ته تر راتلو مخکې د مطمئن عاید سرچینه وښي.»

فریدل تاوبي/ م.ج