1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د مهاجرت ادارې نوی مشر د زيهوفر له ګونده دی

۱۳۹۷ خرداد ۲۸, دوشنبه

د آلمان د مهاجرت ادارې (بامف) مشري د کورنيو چارو د وزير هورست زيهوفر د ګوند يوه غړي ته سپارل کيږي. پخوانۍ مشره د مهاجرو په دوسیو کې د درغليو په تور ګوښه شوې ده.

https://p.dw.com/p/2zlRL
Deutschland - Bundesamt für Migration und Flüchtlinge BAMF in Berlin
انځور: Reuters/F. Bensch

آلماني رسنيو د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړ، چې د آلمان د مهاجرت ادارې (بامف) مشري به هانس-ایکهارد زومر ته وسپارل شي. زومر د آلمان د کورنيو چارو د وزير هورست زيهوفر د ګوند (سي اس يو) غړی دی او د پناه غوښتنې په چارو کې د سخت دريځ لرونکی دی. د رپوټونو پر اساس دی د همدې سخت دريځې له امله د بايرن ايالت په چارواکو کې په «سخت سپي» شهرت لري.

د فوکس آنلاين او د آلمان خبري آژانس دغه رپوټونه د دولتي سرچينو په حواله ورکړي دي. د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر په برلين کې وويل چې د ګومارنۍ دغه تصميم د شخصي «درک» له مخې نيول شوی نه دی.

زومر حاضر دمه د بايرن ايالت د کورنۍ چارو په وزارت کې د بهرنيانو د چارو مسئول دی. د فوکس آنلاين په حواله، زومر د هغو مهاجرو د اخراج په برخه کې ډیر چټک دی کوم چې په آلمان کې يې د پناه غوښتني رد شوي او يا له تروريستي ډلو سره د اړيکو لرو امکانات په کې شتون ولري.

Deutschland Bundesinnenminister Seehofer besucht BAMF
د «بامف» پخوانۍ مشره یوتا کورت د جون په ۹مه د هورست زيهوفر له خوا له دندې ګوښه کړل شوه.انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتني فدرالي اداره (بامف) د مهاجرو او پناه غوښتونکو د دوسيو د څيړلو مسئوليت لري. دغه اداره په شمال ختيځ ايالت بريمن کې د ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۶م کلونو تر منځ د ۱۲۰۰ د پناه غوښتني په درخواستونو کې په درغلۍ تورنه شوې ده.

د يادې ادارې پخوانۍ مشره یوتا کورت، د تيرې اوونۍ جمعې په ورځ د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر له خوا له دندې ليري کړل شوه. د رپوټونو پر اساس ميرمن کورت به د رواني اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه له خپلې دندې ليرې کړل شي. کورت له ۲۰۱۷م کال څخه راهيسې د «بامف» ادارې مشره وه.

هورست زيهوفر د بايرن ايالت د مسيحي سوسيال ګوند (سي اس يو) ګوند مشر او د صدراعظمې انګلا ميرکل مسيحي ديموکرات اتحاد (سي دي يو) سياسي متحد دی. دغه دوه ګوندونه او سوسيال ديموکراتان، د آلمان د اوسني ائتلافي حکومت شريکان دي.

د زيهوفر او ميرکل ګوندونو په اتحاد کې يوه اختلافي موضوع د مهاجرت موضوع ده. زيهوفر په پر له پسې توګه د مهاجرت په چارو کې د يو سخت سياست پلوي کوي، خو د هغه طرحې او نظرونه ډيری وخت د ميرکل له خوا رد شوي دي.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: