«دوو هوایي بریدونو لږ تر لږه ۲۵ افغان ملکيان وژلي»
۱۳۹۷ مهر ۳, سهشنبهد میدان وردک د ولایتي شورا غړو مسعود شینزي او شریف الله هوتک، وویل چې لږ تر لږه ۱۲ ملکي کسان تر هغو وروسته ووژل شول چې امریکایي الوتکو په غلطۍ د ملکیانو یو کور په نښه کړ. دغو چارواکو زیاته کړه چې افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډه د میدان وردک ولایت په چغتو ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو زندان برید وکړ چې په پایله کې یې د یاغیانو له بند څخه اته سرتیري آزاد شول.
د ولایتي شورا یوه بل غړي میرویس امیري، وویل چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۴۰ طالبان هم ووژل شول. د ولایتي شورا یو شمیر نورو غړو هم د طالبانو د مرګ ژوبلې لوړه کچه تایید کړه خو کره شمیره یې ونه ښووله.
په یوې بلې پیښې کې په کاپیسا ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ ملکیان وژل شوي. د ولایتي شورا غړي محمد خان صافي، وویل چې په دې پیښه کې لږ تر لږه پنځه تنه نور ملکیان ټپیان دي. د صافي په خبره پیښه د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د کاپیسا د ولایتي شورا مشر په هوايي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۰ تنه وښود. هغه وویل چې په برید کې یو شمیر ماشومانو او څلورو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د امریکایي ځواکونو له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې په کاپیسا کې هوایي برید تایید شوی. په بیانیه کې راغلي دي چې د دغه برید په پایله کې د حکومت پلوو ملیشو شپږ غړي ټپیان شوي خو د ملکیانو د تلفاتو خبره بیا رد شوې ده.
په افغانستان کې د حکومت او وسلوالو مخالفینو تر منځ د جګړې له تودیدو سره په دې هیواد کې د ملکیانو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی دی. په فبروري میاشت کې د ملګرو ملتونو یو رپوټ ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان جګړې ۳۴۳۸ ملکیان وژلي او ۷۰۱۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي.