1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس له اسرائيلو سره اوربند اعلان کړ

۱۳۹۷ تیر ۲۴, یکشنبه

د غزې په تراډه کې د اسرائیلو او فلسطينۍ حماس ډلې تر منځ پوځي شخړه په موقت ډول درول شوې ده. له دې مخکې اسرائيلي پوځ د څلورو کلونو راهيسې تر ټولو پراخ هوايي بريدونه تر سره کړي ول.

https://p.dw.com/p/31TKC
Ägypten öffnet Grenze zum Gazastreifen für drei Tage
انځور: DW/T. Krämer

د تندلارې حماس ډلې د وياند، فوزي برهوم، په خبره دغه اوربند د مصر د منځګړيتوب له کبله شوی دی. هغه وويل: «د تاوتريخوالي د زياتېدو او د اسرائيلو له خوا د غزې تر بمبمارۍ وروسته د ډېرو غاړو څخه د منځګړيتوب هڅې وشوې. د مصر په منځګړيتوب دغه هڅې بريالۍ شوې څو آرامي بېرته راوستل او د تاوتريخوالي اوج پای ته ورسيږي.»

په يوه جلا بيانيه کې فلسطينۍ مليشې «اسلامي جهاد» هم دا خبره تائيد کړه چې اوربند رامنځ ته شوی دی. خو د اسرائيلي غاړې څخه يوازې دا ويل شوي دي چې د اسرائيلو د نورو تدابيرو په هکله به فقط «په سيمه کې حاکمه اوضاع» تعيينونکې وي.
 

د څلورو کلونو راهيسې تر ټولو سخت بريدونه

اسرائيلي هوايي ځواک د شنبې په ورځ د حماس پر څلويښتو هدفونو باندې هوايي بريدونه تر سره کړل. د پوځ يوه وياند په دې ټينګار وکړ چې يوازې پر پوځي هدفونو باندې بريدونه شوي او ولس ته يې تر مخه په عربي ژبه خبرداری ورکړل شوی و. هغه «د اسرائيلي پوځ له خوا د حماس په وړاندې له غچ اخيستلو» څخه خبرې کولې. داسې ويل کيږي چې د ۲۰۱۴ کال په اوړي کې د غزې د جنګ راهيسې دا «تر ټولو ستر بريد دی چې په رڼا ورځ» تر سره کيږي. 
وياند اضافه کړه: «حماس ته زموږ پيغام دا دی: موږ د دې وس او اراده لرو چې زموږ د بريدونو کچه زياته کړو.» د هغه په خبره «حماس د غزې د تراډې خلک حاشيې ته کوي او د ګړنګ په خوا يې بيايي».
اورپکو فلسطينيانو په خپل وار د اسرائيلو د څرګندونو په حواله تقريبا ۱۰۰ توغندي او د هاوان مرمۍ د اسرائيلو پر سيمې باندې وار کړې دي.
 

د دواړو لورو څخه متقابلې ډزې

د فلسطينيانو د څرګندونو په حواله د اسرائيلي وسلوالو ځواکونو له خوا په بريدونو کې د غزې په تراډه کې دوه زلميان وژل شوي دي. په غزه کې د روغتيا وزارت وويل چې د حماس ډلې په يوې ودانۍ باندې په يوه بريد کې ۱۴ تنه ټپيان شوي هم دي. د شپې له خوا لا اسرائيلي پوځ د حماس ډلې پر تونلونو او پوځي تاسيساتو باندې د غزې له سرحد سره څېرمه د فلسطيني مظاهره چيانو له خوا، آخ و ډبونو ته په ځواب کې بريدونه تر سره کړي ول. حماس هم د شپې له خوا ۳۵ مرمۍ د اسرائيل په لور ويشتلې دي.
 

د جمعې په ورځ دوه تنه مړه، ۲۲۰ تنه ژوبل شول

د تاوتريخوالي دغه اوج د جمعې په ورځ د سرحد په اوږدو کې په سختو نښتو پورې تعلق لري. فلسطينيانو د لويديځ اردن په سيمه کې د اسرائيل له خوا د بدويي يا کوچياني خلکو د يوه کلي د تخليه کولو د پلان پر ضد مظاهره کړې وه. اسرائيلي پوځ وويل چې په زرګونو فلسطينيانو د غزې په تراډه کې د اسرائيل سرحد ته څېرمه لاسي بمونه، چاودېدونکې وسيلې او په سون توکو ډک بوتلونه وار کړي ول. په حواله يې عسکرو دا هم وليدل چې د امنيتي کټارو د ماتولو هڅه وشوه چې له کبله يې ورباندې ډزې وکړې.

د روغتيا د وزارت په حواله په دغو نښتو کې دوه فلسطينيان مړه او ۲۲۰ تنه ژوبل شول. د اسرائيلي پوځ په حواله د دوی يوه عسکره هم ژوبله شوې ده. د مارچ مياشتې راهيسې په وار وار فلسطينيان د سرائيل او غزې د تراډې د پولو په اوږدو کې مظاهرې کوي، چې کله نا کله ورسره تاوتريخوالی هم مل وي. په دغو نښتو کې د فلسطينيانو په حواله د اسرائيلي پوځ له خوا تر اوسه ۱۴۰ تنه وژل شوي چې د حماس ډېر غړي په کې شامل دي.   

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (31.07.2014):