1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حافظ سعید له بنده آزاد شو؛ هند په غوسه دی

۱۳۹۶ آذر ۳, جمعه

د پاکستان د يوې محکمې د حکم له مخې حافظ سعید آزاد شو. پر هغه په ممبي کي د ۲۰۰۸م کال د بريدونو تور وو او امريکايانو غوښتل چې هغه ونيول شي.

https://p.dw.com/p/2oBQV
Pakistanisches Gericht lässt bekannten Terroristen frei
انځور: picture-alliance/dpa/K.M.Chaudary

حافظ سعید، چې امریکا متحدو ایالاتو د یوه ترهګر په توګه پیژندل وو او پر سر یې۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې ده، د جمعې په ورځ يې په کور کي له نظر بندۍ د ختم اعلان شوی دی.

د پاکستاني چارواکو دغه اقدام په هندوستان کې غوسه راپارولې ده. د حافظ سعید ویاند یحی مجاهد، دغه اقدام د «حقیقت بریا» بللې ده. هغه ویلي دي: «حافظ د بې بنياده تورونو له مخې په کور کې نظر بند وو او تیره شپه د زندان چارواکي د هغه کور ته راغلل او ورته یې وویل چې نور نو دی آزاد دی.»

حافظ سعید د جمعیت الادعوا سازمان مشري کوله چې ډیر کسان یې د لشکر طیبه یاغي ډلې، وړاندي کیدونکې څیره بولي. هندي چارواکي باور لري چې لشکر طیبه په ۲۰۰۸م کال کې په ممبی کې بریدونه پلان کړي ول چې په پایله کې یې ۱۶۸ کسان ووژل شول.

پاکستان په ممبی کې له بریدونو راهیسې څو وارې حافظ سعید نیولی او آزاد کړی دی، وروستي ځل هغه او څلور مرستیالان یې په جنوري میاشت کې په خپل کور کې نظر بند شول. د هغه د آزادي حکوم درو قاضیانو د حکومت د هغه درخواست له ردولو سره صادر کړي چې پکښې د سعید د نظر بند مودې د اوږدولو غوښتنه شوې وه. مرستیالان یې لا وختې له بند څخه آزاد شوي ول.

سعید تر دې مخکې په عام محضر کې په کشمیر کې د هندیانو د حاکمیت پر ضد جنګیدونکو یاغیانو ملاتړ کړی دی. د کشمیر په هغه برخه کې چې د هندوستان تر کنترول لاندې ده، ډیر کسان د دې پر ځای چې له پاکستان سره یوځای شي، د خپلواکۍ پلویان دي.

په وروستیو کلونو کې سعید په مظاهرو او لاریونونو کې پر نړیوالي ټولني باندې غږ کړی دی چې پر هندوستان باندې فشار راوړي، ترڅو د هغه په خبره د کشمیر خلک د خپل برخلیک پریکړه وکړای شي.

د سعید آزادي په هندوستان کې غوسه راپارولې ده. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې روویش کومار، په یوه بیانیه کې په دې اړه خپل غبرگون ښوولې چې په خبره یې «یو کس چې په خپله یې منلې او د ملګرو ملتونو له خوا ترهګر بلل شوی، پریښودل کیږي چې آزاد شي او خپله شیطاني اجندا پر مخ یوسي.»

په بیانیه کې راغلي دي: «هغه نه یوازې دا چې طراح وو، بکلي په ممبی کې د ترهګرو بریدونو اصلي تنظیموونکی هم وو چې په پایله کې یې ډیر بېګناه هندیان او د نورو هیوادونو وګړي، ووژل شول.»

هندوستان ویلي دي چې داسې شواهد لري چې ښيي سعید په ممبی بریدونو کې لاس لار، خو اسلام آباد بیا له ډیر وخت راهیسې وایي چې د سعید د ګرم بللو له پاره سم شواهد په لاس کې نه شته.