1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

جرګه: د طاهر خان داوړ د وژنې پلټنه دې نړیوال کارپوهان وکړي

۱۳۹۷ آبان ۲۹, سه‌شنبه

د سویلي او شمالي وزیرستان د مشرانو یوې لویې جرګې د طاهر خان داوړ د وژنې په قضیه کې په کراره پرمختګ باندې بې باوري څرګنده کړې. هغوی غوښتي دې چې د نړیوالو پوهانو یوه کمېټه دې پلټني وکړي.

https://p.dw.com/p/38Yb8
Tahir Dawar Khan
انځور: khybernews.tv

په ډیره اسماعیل خان کې په جوړه شوې دغه لویه جرګه کې د اتمانزي او احمد زي قبایلو په گډون نور مخور هم شامل ول. د جرګې د ګډونوالو په وینا د طاهر خان داوړ تر وژني شپږ ورځې وروسته هم په دې برخه کې نه پرمختګ د اندیښنې وړ دی.

د هغوی په خبره په دې ډول کړنو سره د حکومت د نه لیوالتیا اندازه لګیدای شي. دغو مشرانو د اسلام آباد او خیبر پښتونخوا د پولیسو له لوري تر اوسه د تر سره شوو تحقیقاتو په هکله هم بي باوري څرګنده کړه.

د جرګې ګډونوالو وویل چې حکومت دغه پيښه ډیره حساسه یاده کړې ده، خو تر کوم ځایه چې د تحقیقاتو خبره ده نو په دې کې هیڅ ډول پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

د جرګې ویناوالو په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل چې په دغه قضيه کې د حکومتي ادارو نه لیوالتیا د قبایلو په منځ کې د غوسې سبب ګرځي. د هغوی غوښتنه دا وه چې ژر تر ژره د نړیوالو پوهانو یوه کمیټه جوړه شي او د طاهر خان داوړ په وژنه کې ښکیل کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري.

خو د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمود خان، ویلي دي چې «د پولیس افسر طاهر خان داوړ د وژنې د پلټنې له پاره یو جګپوړی تحقیقاتي ټیم جوړ شوی دی او د ده خپلوانو ته به قناعت ورکړل شي.»

Pakistan Leiche von Tahir Khan Dawa wurde den pakistanischen Behörden zurückgegeben
طاهر خان داوړ، د اکتوبر په وروستیو کې له اسلام آباده لادرکه شو او مړی یي په افغانستان کې وموندل شوانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Anwar Danishyar

خو د طاهر خان داوړ ورور احمد الدین داوړ، هم د جوړ شوي تحقیقاتي کمیسیون په اړه مطمین نه دی: «دا چې د دوو هیوادونو تر منځ معامله ده او ښایي د یوه هیواد تحقیقاتي کمیسیون د بل هیواد کمیسیون و نه مني، نو له دې کبله د دې قضیې د پلټلو له پاره دې د یو نړیوال کمیسیون جوړ شي، څو د دغې قضیې پلټنه کړي او حقایق او د طاهر داوړ قاتلین په ګوته کړي.»

د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نومبر ۱۹مه) په پيښور کې په پولیس لاین، کې د طاهر خان داوړ په یادون غونډه وشوه. دغې غونډې ته د پيښور د پولیسو مشر قاضي جمیل الرحمن او د طاهر خان داوړ همکارانو ویناوې وکړي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي صلاح الدین محسود، وویل چې په اسلام آباد کې په جوړ شوي ګډ تحقیقاتي کمیسیون کې کارپوهان شامل دي او دې هیله من دی چې ډیر ژر به د پيښي تل ته ورسیږي. د طاهر خان داوړ د کورنۍ او د قبایلي جرګې د مشرانو له لوري د نړیوال کمیسیون د غوښتنې په هکله صلاح الدین محسود وویل چې دا د پاکستان د مرکزي حکومت کار دی.

د طاهر خان داوړ د جسد تر موندلو کیدو کابو یوه اوونۍ وروسته هم په دغه قضیه کې د نه پرمختګ له کبله د قبایلو په منځ کې اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي. په میرعلي کې د دوشنبې په ورځ یو شمیر ځوانان سړکونو ته راوتلي ول او د طاهر خان داوړ د قاتلینو د نیولو او په دې هکله یي د تحقیقاتو د چټکولو غوښتنه کوله.

د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیس افسر طاهر خان داوړ د رخصتیانو د تیرولو له پاره اسلام آباد ته تللی وو چې د اکتوبر پر ۲۶مه نیټه له هغه ځایه وتښتول شو او کابو یوه اوونۍ تر مخه یي مړی په افغانستان کې وموندل شو. د پاکستان حکومت د دغې قضیې د څیړولو له پاره د استخباراتي ادارو په گډون د اسلام آباد او خیبر پښتونخوا د پولیسو یو اووه کسیز ګډ تحقیقاتي کمیسیون جوړ کړی دی.

فرید الله خان، پيښور