1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ټولپوښتنې یوه ورځ وروسته، عراق کوردانو ته ضرب الاجل ټاکلی

۱۳۹۶ مهر ۵, چهارشنبه

د عراقي کردانو له خوا تر ټولپوښتنې یوه ورځ وروسته، ترکیې او عراق سیمې ته نزدې پوځي تمرینات پیل کړي دي. انقرې همداراز د بندیزونو ګواښ هم کړی دی.

https://p.dw.com/p/2kmrf
Nach Kurden-Referendum im Irak türkische Truppen
انځور: picture-alliance/dap/AP/Pool Turkish Military

د عراق لومړي وزیر حیدر العابدي، د سه شنبې په ورخ د کوردستان د خودمختارې سیمې مشرانو ته یو ضرب الاجل وټاکه، او له هغوی یې وغوښتل چې خپل دوه هوایي ډګرونه د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې راولي او که نه نو د جمعې په ورځ له جګړې سره مخامخ شي.

العابدي دغه غوښتنه د کوردستان د خپلواکي په اړه تر ټولپوښتنې یوه ورځ وروسته کړې ده. د عراق ولسمشر دغه ټولپوښتنه «د کوردانو د مشرانو یوه تاریخي او ستراتیژیکه تیروتنه» بللې ده.

تر اوسه پوري لا د ټولپوښتنې وروستۍ او رسمي پایلې نه دي اعلان شوي خو د کوردانو مشر مسعود برزاني، د سه شنبې په ورځ وویل چې اکثریت د کوردستان د خپلواکۍ په حق کې رایې ورکړي دي. د دغې ټولپوښتنې د پایلو عملي کیدل له قانوني پلوه الزامي نه دي.

د کوردانو د خبري آژانس رووداو په حواله دغه کردي مشر ویلي دي: «تاسو، د کوردستان خلکو، تاسو خپله اراده ماتیدو ته پرې نه ښوده. موږ یوې نوې مرحلې ته داخل شوي یوو.»

العبادي: موږ به یووالی پرې نه ږدو

برزاني همداراز د عراق له حکومت سره د خبرو اترو غوښتنه وکړه او د کوردستان د خپلواکي په اړه یې په نرمه خبري وکړې. هغه ټینګار وکړ چې دغه ټولپوښتنه د عراق او کوردستان تر منځ د پولې د تعینولو په معنی نه ده.

د دوشنبې په ورځ په کوردستان او هغه کورد میشته سیمو کې ټولپوښتنه وشوه چې له نورو هیوادونو سره پرې شخړه موجوده ده. دغې ټولپوښتنې په ځانګړې توګه په عراق کې غبرګونونه راپارولي دي ځکه دغه هیواد نه دی توانیدلی چې د بیلابیلو قومونو او ډلو تر منځ یووالی وساتي.

بغداد ټولپوښتنه د اساسي قانون خلاف بولي. العبادي د ټولپوښتنې د پایلو پر اساس خبرې اترې رد کړې دي. د هوايي ډګر په اړه پر ضرب الاجل سربیره، عراقي ځواکونو له ترکانو سره یوځای کوردستان ته نزدي پوځي تمرینات پیل کړي دي.

العبادي په یوه تلویزیوني بیانیه کې وویل: «موږ به د عراق یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا پرې نه ږدو، ځکه چې دا ملي یووالی دی. حکومت به د اساسي قانون له مخې له خپلو صلاحیتونو کار واخلي.»

اوردوغان د تحریمونو ګواښ کړی

دغې ټولپوښتنې په نورو هیوادونو کې چې کورد اوسیدونکي لري، هم غوسه راوپاروله چې پکښې ترکیه، سوریه او ایران شامل دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، وویل چې هیواد یې پر ټولو امکاناتو باندي غور کوي چې پکښې په عراق کې پوځي مداخله هم شامله ده. هغه زیاته کړه چې که ترکیه بندیزونه ولګوي نو د عراق کوردان به له لوږې سره مخامخ شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم ویلي دي چې حکومت یې په بشپړه توګه د عراق تر شا ولاړ دی. ایراني ځواکونو هم په سیمه کې پوځي تمرینات پيل کړي دي. خو د ایران کوردانو بیا د دغې ټولپوښتني پایلې وستایلې.

د سوریې مرکزې حکومت له ټولپوښتنې سره خپل مخالفت ښوولې دی خو دې ته يې اشاره کړې ده چې ښايي د خپل هیواد کوردانو ته خپلواکمني ورکړي.

امریکا متحدو ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو هم دغه ټولپوښتنه غندلې ده. ډیر هیوادونه ویره لري چې له دې سره به د سیمې حالات لا پسې خراب شي.

 

زموږ له ارشيف څخه: