1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ښایي نن د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړي

۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ښایي د دوشنبې په ماښام د افغانستان او د سویلي آسیا په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړي. د افغانستان جګړه د متحدو ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کیږي.

https://p.dw.com/p/2iXWe
USA Donald Trump besucht die MacDill Air Force Base in Tampa
انځور: Reuters/C. Barria

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ترمپ ښایي ولس ته په خپله وینا کې د افغانستان له پاره د یو مناسب شمیر امریکایي ځواکونو د زیاتولو اعلان وکړي. دا هغه څه دي چې د ترمپ جګپوړو سلاکارانو یې سپارښتنه کړې وه.

ترمپ له اوږدې مودې راهیسې په سیمه کې د متحدو ایالاتو د روش په هکله په شک او تردید کې دی. له ډیر وخت راهیسې د ترمپ د ستراتیژۍ په هکله انتظار کیږي.

په جنورۍ میاشت کې واک تر رسیدو وروسته ترمپ د افغانستان په هکله د ستراتيژیک غور، یادونه کړې وه او د امریکایي چارواکو په وینا په شخصي توګه یې دا پوښتنه مطرح کوله چې آیا د نورو ځواکونو لیږل به سمه پریکړه وي او که نه.

د یوه امریکایي چارواکي په وینا د جولای میاشتې په نیمایي کې په یوه غونډه کې هغه خپلو سلاکارانو ته ویلي وو چې «موږ د افغانستان په جګړه کې ګټونکي نه یو» او دا پوښتنه يې راولاړه کړې وه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن پر ځای بل څوک وټاکل شي.

د یکشنبې په ورځ د ترمپ دوبنۍ رخصتۍ چې د نیو جرسي په ګولف کلب کې یې تیرولې پای ته ورسیدې او د جمعې په ورځ یې په کمپ دیوید کې د خپلو جګپوړو پوځي او ملي امنیت سلاکارانو سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته د افغانستان د تګلارې په هکله یوې پریکړې ته ورسید.

د همدې یکشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې ترمپ به په افغانستان او سویلي آسیا کې د امریکا د بوختیا د راتلونکي مسیر په هکله نوې تګلاره اعلان کړي.

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې یوه جګپوړي امریکایي چارواکي ویلي دي چې ښایي ترمپ په افغانستان کې د یو مناسب شمیر ځواکونو له زیاتولو سره موافقه وکړي. اوسمهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ امریکايي سرتیري میشت دي.

امریکا متحدو ایالاتو په نیویارک او واشنګټن کې د سپتمر د یوولسمې د پيښو وروسته په افغانستان کې پوځي مداخله وکړه او د طالبانو رژیم یې راوپرځاوه. خو د متحدو ایالاتو د پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د واکمنیو په موده کې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شول او اوس د ترمپ د واکمنۍ په موده کې هم ښايي امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

ترمپ په روانه میاشت کې د افغانستان په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو چې «ما ته ګډوډي راپاتې ده او موږ به دغه ګډوډي راکمه کړو.»

د متحدو ایالاتو دفاع وزیر جیم متیس، استدلال کوي چې د یاغیانو د ګواښ د مخنیوي په موخه په افغانستان کې د متحدو ایالاتو پوځي حضور ته اړتیا ده چې د اسلامپاله جنګیالیو له لوري د روان تهدید مخه ونیول شي.