1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پوتین ته: نړۍ د امریکا او روسیې ښې اړیکي غواړي

۱۳۹۷ تیر ۲۵, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ترمپ له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د فنلنډ په پلازمینه هیلسینکي کې ولیدل. په دې کتنه کې چې ګڼ شمیر هیوادونه هم ورته په تمه دي، د امریکا او روسیې پر ښو اړیکو ټینګار وشو.

https://p.dw.com/p/31XQc
Helsinki Trump-Putin Gipfel
انځور: Reuters/K. Lamarque

ولسمشر ترمپ چې د فنلنډ په ولسمشریزه ماڼۍ کې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ترڅنګ ناست وو، وویل: «زه واقعاً فکر کوم چې نړۍ غواړي چې موږ ښې اړیکې ولرو.»

ترمپ زیاته کړه چې له روسیې سره ښې اړیکې ښه دي نه بد. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر له پوتین سره د کتنې پر مهال وویل چې دواړه هیوادونه به د نورو موضوعګانو تر څنګ د اتومي وسلو او چین په هکله هم خبرې او بحثونه وکړي.

ولسمشر ترمپ روسیې ته د فوټبال د نړیوال جام کوم چې تیره ورځ د فرانسې په اتلولی پای ته ورسید، د کوربتوب مبارکي ورکړه او ویې ویل: «غواړم تاسې ته د یوه ډیر ښه نړیوال جام د کوربتوب مبارکي هم درکړم، یو تر ټولو غوره نړیوال جام. او ستاسو د فوټبال لوبډلې ته هم د ښې لوبې له کبله مبارکې درکوم. ما [د فوټبال نړیوال جام] تقریباً ډیره برخه ولیدله.»

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل چې هغه او ترمپ د تیلفون له لارې نږدې اړیکې لري. هغه زیاته کړه چې دغه لیدنه د دې فرصت برابروي چې پر دوه اړخیزو اړیکو او «د نړۍ د یو شمیر دردوونکو برخو» په اړه بحث وشي.

Helsinki Trump-Putin Gipfel
انځور: Reuters/K. Lamarque

تر دې دمخه د دوشنبې په ورځ ولسمشر ترمپ د خپل ټویټر له لارې ویلي وو چې د واشنګټن او مسکو تر منځ اړیکې تر دې پخوا هیڅکله دومره نه وې خرابې شوې. ولسمشر ترمپ د اړیکو د خرابولي لامل د روسیې لخوا د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکا پلټنې په ګوته کړ. ولسمشر ترمپ دغه ټاکنې وګټلې او د امریکا د ولسمشر په توګه یې د متحده ایالاتو واک په لاس کې واخیست.

ترمپ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: «له روسیې سره زموږ اړیکې تر دې کچې پورې هیڅ کله نه دي خرابې شوي. په دې برخه کې له کلونو راهیسې د امریکا له بې عقل توب او احمق والی نه مننه او اوس بیا په نشت پسې لټون.»

ولسمشر ترمپ په دې باور دی چې روسیې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنه نه ده کړې او د امریکا اسختبارات بیا په داسې یو شي پسې ګرځي چې اصلاً موجود نه دي.

د ترمپ او پوتین ترمنځ دغه ملاقات داسې مهال کیږي چې همدا څو ورځې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د عدليې وزارت اعلان وکړ چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهنې له پاره ۱۲ روسي هکرانو د دموکراتانو ملي کمیټې، د هیلري کلنټن د کمپاین پر ادارې او یو شمیر نورو ادارو باندې انترنتي بریدونه کړي دي.

د امریکا ولسمشر په دې وروستیو ورځو کې ویلي وو چې هغه له پوتین سره د دې ملاقات د پایلو په اړه ډیرې کمې تمې لري . د دوشنبې په ورځ «د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې په ۱۶ نیټه» د فنلنډ له ولسمشر ساولي نینیستو سره د سهار د رسمي چای پر مهال ترمپ وویل چې [له پوتین سره] د هغه یو په یو ملاقات به ډیر ښه وي.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د آر ټي په نامه روسیې تلویزیون ته د ولسمشر ترمپ او پوتین د ملاقات په هکله ویلي چې مسکو هیله من دی چې له امریکا سره دوه اړخیزې غوره اړیکې بیا رامنځ ته کړي.