1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له سوریې څخه د وتلو په اړه د ترمپ او ماکرون متضادې څرګندونې

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

سپینې ماڼۍ ویلي چې متحده ایالات به هر څومره چې ژر امکان ولري سوریه پریږدي. دغه خبرې د فرانسې د ولسمشر له هغې ادعا یوازې څو ساعتونه وروسته کیږي چې ګواکې ترمپ یې په سوریې کې پاتې کیدو ته قانع کړی.

https://p.dw.com/p/2w78x
Syrien US-Truppen im Grenzgebiet zur Türkei
انځور: picture alliance/AP Photo/S. George

پر سوریې باندې د امریکا په مشرۍ د فرانسې او بریتانیا تر ګډو بریدونو وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا ساندرز، د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د سوریې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ستراتیژې تغیر نه دی کړی او دا چې امریکا غواړي چې له دې هیواد څخه امریکايي پوځیان هر څومره چې ژر امکان ولري وباسي.

دغه تبصرې یوازې څو ساعتونه وروسته له هغې کیږي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون چې د غربي اروپا او د ترمپ ترمنځ د ښو اړیکو د رامنځ ته کولو په لټه کې دی، له یوه فرانسوي تلویزیون سره په یوه مهمه مرکه کې وویل چې نوموړي خپل امریکايي سیال قانع کړی چې په سوریه کې د اوږدې مودې له پاره پاتې شي.

په سوریه کې د امریکا د پاتې کیدو په هکله د سپینې ماڼۍ ویاندې ساندرز د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د سوریې په هکله د امریکا ماموریت نه دی بدل شوی او دا چې ولسمشر ترمپ په دې هکله ډیر واضح دريځ لري چې له مخې یې نوموړی غواړي امریکايي سرتیري له دې هیواد څخه هر څومره چې ژر امکان ولري، اخراج کړي.

د سپینې ماڼۍ په دې اعلامیه کې همدا راز راغلي چې امریکا متحده ایالت ژمن دي چې اسلامي دولت یا داعش په بشپړه توګه مات کړي او داسې شرایط رامنځ ته کړي چې د دغې ډلې د بیا ظهور مخه ونیول شي.

USA - Weißes Haus vermutet Assad hinter den Giftgasanschlägen in Syrien
انځور: Reuters/C. Barria

سربیره پر دې په اعلامیه کې زیاته شوې چې امریکا له خپلو سیمه ایزو متحدینو او ملګرو تمه لري چې هم له مالي او هم له پوځي اړخه د سیمې د امنیت په تړاو لا ډیر مسوولیت ومني.

په عین وخت کې په سوریه کې د امریکا د پاتې کیدو په هکله د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ کلیزې پر مهال په دې تلویزیوني مرکه کې خبریالانو ته وویل: «زه تاسې ته ډاډ درکوم چې موږ هغه [ولسمشر ترمپ] قانع کړ چې په سوریه کې اوږدې مودې له پاره پاتې شي.»

نوموړي همدا راز وویل چې هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې په سوریه کې هوايي بریدونه باید د کیمیاوي وسلو د بنسټونو په نښه کولو پورې محدود شي.

په دې تلویزیوني مرکه کې ماکرون په وار وار پر دې هم ټینګار وکړ چې فرانسه، متحده ایالات اوبریتانیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا درې هغه لومړني هیوادونه وو چې په ګډه سره یې د سوریې د شخړې په تړاو لاس په اقدام پورې کړ.

د ماکرون له پاره د شرم خبره

دا موضوع چې امریکا متحده ایالات له سوریې څخه د وتلو په برخه کې د ماکرون د څرګندونو خلاف موقف لري، د دواړو هیوادونو د اړیکو په برخه کې شکونه رامنځ ته کوي. ترمپ تیر کال په پاریس کې د فرانسې د ملي ورځې په لمانځ غونډه کې له ماکرون سره د نه ماتیدونکې ملګرتیا خبرې وکړې او ماکرون بیا ویلي وو چې هیڅ څه به واشنګټن او پاریس سره جلا نه کړي.

Frankreich Nationalfeiertag in Paris | Trump & Macron
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Euler

خو د یکشنبې ورځې تلویزیوني مرکې پر مهال فرانسوي ولسمشر په وار وار سره په سوریه کې او په عمومي ډول په نړیواله کچه د فرانسې د مشري د رول خبرې تکرار کړي. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د دې د تشریح کولو هڅه کوله چې ګواکې فرانسه چمتو ده چې له هرچا سره خبرې وکړي او د ملګرو ملتونو په څیر په نړیوالو سازمانونو کې د مشرتابه رول په غاړه واخلي.

زموږ له آرشیف څخه: