1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

بریتانیا افغانستان ته نور سرتیري استوي

۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ تر غوښتنې وروسته بریتانیا په پام کې لري چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر کابو دوه برابره ډیر کړي.

https://p.dw.com/p/31Gtm
Britische Soldaten in Camp Bastion Afghanistan
انځور: Getty Images

د بریتانيا لومړۍ وزیرې تریسا مې د سه شنبې په ورځ وویل چې ۴۴۰ نور عسکر به هم افغانستان ته ولېږل شي. په دې سره به په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو شمیر ۱۱۰۰ تنو ته لوړ شي.

زیاته شوې ده چې دوی به د ناټو په مشرتوب په هغه روزنیز ماموریت کې ونډه ولري، چې موخه یې د افغان ځواکونو روزنه ده. هدف دا دی څو له افغانستان سره د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کې مرسته وشي.

ترمپ تیر کال اعلان کړی وو چې په زرونو نور امریکايي عسکر افغانستان ته استوي او د ناټو له شریکانو یې غوښتي ول، چې د ځواکونو د زیاتیدو په برخه کې ونډه واخلي. په دغه غونډه کې ترمپ د ناټو له غړو هیوادونو وغوښتل چې د دفاع په برخه کې لا زیاتې پيسي ورکړي. له دې کبله هغه په ځانګړې توګه پر آلمان باندې نیوکه وکړه.

په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ آلماني عسکر مېشت دي او هغوی هم د ناټو د روزنیز ماموریت برخه دي.

زموږ له آرشیف څخه: