1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدلمنۍ ته د پناه غوښتونکو د مجبورولو په اړه څېړني

۱۳۹۶ آبان ۵, جمعه

د برلین په کمپونو کې بدلمنۍ ته د پناه غوښتونکو د مجبورولو رپوټونو په اړه څیړنې پیل شوي دي. د آلمان فدرال حکومت ګواښ کړی دی چې که دغه موضوع ثابته شي نو عاملینو ته به یې سخته سزا ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/2mbx5
Symbolbild Deutschland Migration
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د آلمان «زید دي اف» تلویزیون د تيري سه شنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ چې د امنیتي شرکتونو ځينو ساتونکو د برلین د مهاجرو په څو کمپونو کې پناه غوښتونکي بدلمنۍ یا تن پلورنۍ ته هڅولي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د هغو پناه غوښتونکو له ډلي څخه چې په دې کار یې لاس پوري کړی دی، ځيني يې تر ۱۸کلنۍ کښته دي.

د رپوټونو تر خپریدو وروسته، د آلمان فدرال او د برلین ایالتي چارواکو په دې اړه د څیړنو د پیلیدو خبر ورکړی دی. د آلمان د فدرال حکومت ویاند شیفان زایبرت، وویل: «که دا تورونه چې ګواکي امنیتي ساتونکو پناه غوښتونکي بدلمني ته هدایت کول او له دې موضوع یې ګټه اخيستې ثابت شي، هغوی به سختو مجازاتو سره مخامخ شي.»

زایبرت د مهاجرو له اوسني وضعیت او په ځانګړې توګه پیسو ته د هغوی له اړتیا څخه ناسمه ګټه پورته کول، د نه منلو وړ بللي دي. هغه وویل: «له هغه مادي خوارۍ څخه ناسمه ګټه اخیستل چې مهاجر ورسره اوس مخامخ دي، په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي. تن پلورنۍ ته د خلکو اړول، له اخلاقي لحاظه هم د سزا وړ دي.»

دغه ډول اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې آلمان اوس په دې لټه کې دی چې په تیرو درو کلونو کې دې هیواد ته تر یوه میلیون ډیر رسیدلي مهاجر ادغام کړي.

زموږ له ارشيف څخه: