بخښنې نړیوال سازمان له آلمانه د افغان مهاجرو اخراج محکوم کړی
۱۳۹۶ آذر ۱۰, جمعهد آلمان کاتولیکي آژانس یا «کې. ان. اې» د بخښني نړیوال سازمان په حواله رپوټ ورکړی چې د آلمان په لایپڅيگ ښار کې د آلمان د کورنیو چارو د وزیرانو له ناستې یوه ورځ مخکې یعنې د دسمبر میاشتې پر شپږمه نیټه به۵۰ تنه افغان مهاجر بیرته کابل ته اخراج شي.
د بخښني نړیوال سازمان د شمیرو له مخې د ۲۰۱۶م کال له اکتوبر میاشتې راهيسي ۱۳۲ تنه افغان مهاجر چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، له آلمان څخه اخراج شوي دي. یاد سازمان د جمعې په ورځ د آلمان په پلازمینه برلین کې ویلي دي چې د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره، دې هیواد ته د مهاجرو اخراج د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول او غیر مسوولانه اقدام دی.
په عین وخت کې د آلمان د خبري آژانس یا «ډي. پې. اې» د رپوټ په حواله ټاکل شوې چې افغانستان ته د اخراج شوو مهاجرو له ډلې څخه په غلطۍ اخراج شوی یو مهاجر به په راتلونکو څو ورځو کې بیرته آلمان ته را وګرځول شي.
د اروپا د بشري حقونو کنوانسیون هغو هیوادونو ته چې پکې د بیرته لیږل کیدونکو کسانو ژوند ته خطر وي، منع ګرځولی دی. تیر کال په افغانستان کې نږدې ۱۱ زره او ۵۰۰ افغانان وژل یا ټپي شوي دي. پر دې سربیره د روان میلادي کار له پیله تر سپتمبر میاشتې پوري تر ۸ زرو ډیر افغانان د زور زیاتیو قرباني شوي هم دي.
KNA-DPA-K.H
زموږ له ارشيف څخه: