شخړي
بگرام ته څیرمه اته افغان ساتونکي وژل شوي
۱۳۹۶ خرداد ۳۰, سهشنبهاعلان
د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د قدوسي په خبره دغه پیښه د شاه کا، کلي ته څیرمه په عمومي سړک رامنځ ته شوې ده، چې له هوایي ډگر څخه شا او خوا یو کیلومتر واټن لري.
د بګرام ولسوال په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي چې لس امنیتي ساتونکي د برید پر مهال کار ته پر لاره وو. لا تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
بګرام هوایي ډگر چې په پروان ولایت کې موقعیت لري او پکښې د افغانستان په کچه د امریکا متحدو ایالاتو ستره پوځي اډه پرته ده چې وخت ناوخته د بریدونو هدف گرځیدلی دی.
د ۲۰۱۶م کال په نومبر میاشتې کې د پوځي اډې دننه یوه ځانمرگي برید دوه امریکایي عسکر او دوه قرار دادیان ووژل او نور ۱۶ تنه یې ټپیان کړل.
(dpa) sr/nz