1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايرانۍ پيغلي بخښنه وغوښتله

۱۳۹۷ تیر ۱۸, دوشنبه

۱۷ کلني «مائده هژبري» پر انستاګرام د خپلې نڅا ويډيو د خپرولو له امله د ايران د تلويزن له لارې «بښنه» وغوښته. داسې ښکاري چې ايران غواړي ورو ورو انستاګرام بند کړي.

https://p.dw.com/p/315NX
Iran Maedeh Hojabri
مائده هژبريانځور: khordadnews

مائده هژبري هغه ايرانۍ نجلۍ ده چې په انستاګرام انترنيټي پاڼه به ېې خپلې د نڅاو ويډيوګانې خپرولې. هغه بلاخره ونيول شوه او د ايران تلويزيوني چينل (صدا و سيمای جمهوري اسلامي ايران) د پروګرام له لارې يې پر خپل دغه کار «پښيماني» ښکاره او «بخښنه» يې وغوښته. دغه کار د هژبري د فکر پلويان په غوسه کړي او د ټولنيزو رسنيو له لارې يې سختي نيوکې پرې کړي دي.

په ورته وخت کې يو شمير ايراني سرچينو ويلي دي چې له مائده هژبري علاوه، په ورستيو اوونيو کې درې نور کسان هم په ورته تور نيول شوي ول چې بيا وروسته د ضمانت په نتيجه کې بيرته خوشي کړل شوي دي.

د دغو کسانو تر نيولو وروسته د شاداب، الناز قاسمي او مائده هژبري په ګډون پر خپلو انستاګرامونو ليکلي ول: «دغه پاڼې د جرمي محتوا درلودونکو خپرونو له امله، د قضايي مقام پر امر وتړل شوې.» ويل شوي دي چې دوي درې واړه د نڅا روزونکې دي.

هپي سندرې ته د نڅا ويديويي کليب

ايران څلور کاله مخکې (په کال ۲۰۱۴م کې) هم د ځوانو نجونو او هلکانو يوه ډله نيولې وه چې د «هپي» په نوم سندري سره يې د نڅا يو ويديويي کليب جوړ کړی وو. دغې ډلې هم د ورته تلويزيوني پروګرام له لارې پر خپل کړي کار پښيماني ښکاره کړې وه.

په تلويزيوني پروګرام کې د مائده هژبري اعترافات او پښيمانۍ، له هغو مواردو څخه دي چې په ټولنيزو رسنيو کې ورباندې زښته ډيرې نيوکې شوي دي.

د ټولنيزو رسنيو چلونکو د هژبري د نيولو، تلويزيوني اعترافاتو او پر وړاندې يې د قضا پر تبعيضي چلند نيوکې کړي دي، بلکي د هغې په ملاتړ يې په ورته اقدام لاس پورې کړی دی. دوی د نڅاو ويډيو کليبونه جوړ او هغه يې خپاره کړي دي. د هژبري پلويانو ويلي دي چې «خوشالي زموږ حق دی». هغوی نور هم دغه کار ته هڅولي دي.

 

د محسن بیات زنجاني په نوم يو کس پر خپل ټويټر ليلکي: «د دغه شان اعترافاتو خپرول په حقيقت کې څه دي؟ کوم مخاطب به قانع کړي؟ آیا دا به د چا له پاره د عبرت درس وي؟»

مصطفی تاجزاده په نوم يو بل کس هم پر خپل تويتر داسې  ليکلي دي: «تمه وه چې د څو تنو نجونو د پروني «تلويزيوني اعترافات» هم د عامه افکارو له بشپړ محکوميت سره مخ شي...»

تلويزيوني اعترافات نوې پديده نه ده

په ايران کې تلويزيوني اعترافات نژدې د ايران اسلامي انقلاب په اندازه عمر لري. د دغه پروګرام کامرو مخته آن د انقلاب له لمړنيو کلونو څخه ايراني شخصيتونه کيښنول شوي دي. په دوی کې د ايران د مذهبي او سياسي شخصيتونو څخه نيولې تر مطبوعاتي او فرهنګي شخصيتونو، سیاسي بنديانو راځي چې په ورستيو کلونو کې آن د ټولنې عادي افراد هم ورزيات شوي دي.

د ايران تلويزيون پر دغه اقدام، له ډير پخوا نيوکې کيږي چې تر اوسه يې لړۍ ادامه لري. د تلويزيوني پروګرام له لارې د يو شخص د اعترافاتو خپرول، له ايران څخه بهر، د بشر له حقونو څخه سرغړونه ګڼل کيږي. حتی دغه اقدام د ايران تلويزيون د مشر د تحريم لامل واقع شوی دی.

په عين وخت کې د ايران د سترې محکمې تيره اوونۍ خبر ورکړ چې د انستاګرام فيلترينګ په ډير جدي توګه ادامه لري. که څه هم تر دې مخکې د ايران د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ويلي ول چې د انستاګرام فيلترينګ به نه عملي کيږي خو اوس داسې ښکاري چې وروستي تحولات بلاخره د انيستاګرام د بنديدو له پاره لمړني ګامونه وي.

زموږ له آرشيف څخه انځوريز البوم: